1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د قانون حاکميتمنځنی ختیځ

د قطر د مالیې وزیر د اداري فساد په تور نیول سوی

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۸, شنبه

د قطر لوی څارنوالۍ خبر ورکړی، چي د قدرت څخه د سؤ استفادې او بیت المال ته په تاوان رسولو سره يې د دغه هیواد د مالیې د وزیر، علي شریف العمادي د نیولو امر صادر کړی دی.

https://p.dw.com/p/3t8op
Katars Finanzminister Ali Sharif Al Emadi in Washington
انځور: Erin Scott/AP/picture alliance

د قطر رسمي خبري آژانس (قنا) تیره پنجشنبه «د می میاشتي شپږمه» د دغه هیواد د لويي څارنوالۍ په حواله ویلي، چي « د اسنادو او معلوماتو تر ارزیابۍ وروسته یې د مالیې د وزیر، علي شریف العمادي د نیولو امر صادر کړی دی».

لوی څارنوالی همدارنګه ویلي دي، چي « د هغه څخه به د موجوده تورونو په هکله هر اړخیزه تحقیقات تر سره کړي.»

څارنوالۍ د وزیر د تورونو په اړه «د بیت المال د پيسو حیف ومیل ، د قدرت څخه سؤ استفاده او عمومي جرمونه» یاد کړل.خو د دغو تورونو په باب یې نور جزییات ورنکړل.

العمادي د ۲۰۱۳ م کال راهیسي د مالیې وزیر او د قطر د «ملي ثرورت د صندوق» د مدیره هییت عضؤ دی، چي د ۳۰۰ ملیارډه ډالره په ارزښت سرمایه لري. هغه د قطر د هوايي شرکت،(قطر ایر ویز) د مدیره هییت رییس ، د ملي بانک رییس، د سیاحت د ملي شورأ د مدیره هییت د رییس معاون او د اقتصادي او سرمایه ګذارۍ د عالي شورأ غړی هم دی.

دا هم پداسي حال کي ده، چي د فارس د خلیج په هیوادونو کي د اداري فساد په تور د یوه لوړ رتبه مقام نیول او بندي کول لږ پيښیږي.

آ./م.ق./ا.ا.