1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خليلزاد: له جمهوريت غوښتونکو افغانانو سره به ودريږو

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۸, شنبه

د افغانستان د سولې بهير ته د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پر خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي چي که طالبان سوله انتخاب نه کړي نو متحده ايالات به د جمهوريت غوښتونکو افغانانو اړخ ونيسي.

https://p.dw.com/p/3t8GM
US-Sondergesandter Khalilzad für Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

زلمي خليلزاد د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د می ۷مه) ناوخته پر خپله رسمي ټويټر پاڼه څو پیغامونه خپاره کړل. نوموړي په دغو پيغامونو کي ويلي چي «که طالبان د راتلونکو غونډو په ترڅ کي د سولې په حق کي جوړ جاړی ونکړي، نو موږ به د هغو افغانانو سره ودريږو چي د جمهوريت د روغ ساتلو غوښتونکي دي.»

د افغانستان د سولي پروسې ته د امريکا د متحده ايالاتو دغه ځانګړي استازي په خپل تازه ټويټر پيغامونو کي زياته کړې ده چي د افغانستان سره د نړيوالو ملاتړ د سولي تر پروسې محدود نه دی. هغه ليکلي: «نړۍ د افغانستان سره د ملاتړ په ترڅ کي پر خپل دريځ ټينګه ده او کله چي دغه هيواد نوي پړاو ته داخليږي نو نړيوال به خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.»
خليلزاد د افغانستان په لانجه کي ښکيل د ټولو اړخونو پر افغان مشرانو ږغ کړی دی چي د څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسولو او د خبرو اترو او سياسي جوړجاړي ته د رسېدلو له لاري د سولې دغه فرصت له لاسه ورنکړي.

د خليلزاد په وينا نړيوال په افغانستان کي د سولي په تړاو په يو نظر دي او د زور په مرسته د لانجې د حل مخالف دي.

د زلمي خليلزاد دغه څرګندونې په داسي حال کي خپريږي چي په همدغه ورځ د افغانستان له پاره د لويديځ ځانګړو استازو په يوه مشترکه اعلاميه کي ويلي ول چي په افغانستان کي د زور له لاري د هر ډول حکومت د منځته راتلو مخالف دي او دا چي دا ډول يو کار به د سيمي امنيت ته خطر پيښ کړي.

دغه مشترکه اعلاميه و افغانستان ته د امريکا د متحده ايالاتو، د بريتانيې، د اروپايي اتحاديې او د ناټو د ځانګړو استازو له خوا د جمعې په ورځ خپره سوې وه. په دغه غونډه کي د لوېديځو هيوادونو استازو پر دې ټينګار کړی ؤ چي د افغانستان د سولي په مقصد د خبرو اترو پروسه دي بېرته پېل کړل سي.

په دوحه کي د طالبانو د سياسي دفتر په وينا د برلين په دغه آنلاين مجازي غونډه کي د طالبانو استازو هم ګډون کړی ؤ. په دې تړاو د طالبانو د ياد دفتر وياند محمد نعيم پر خپله ټويټر پاڼه خبر خپور کړی ؤ.

ا.ا./م.ک.ص.