1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کې د پوليسو پر ځانگړي قطعې برید پای ته ورسېد

۱۳۹۹ آبان ۶, سه‌شنبه

د خوست چارواکي وايي چې د دغه ولايت د پوليسو پر ځانگړي قطعې په ځانمرگو بريدونو او وسله واله جگړه کې درې کسان وژل شوي او د ملکيانو په گډون ۳۷ کسان نور ټپيان شوي دي.

https://p.dw.com/p/3kTib
Khost Polizeistation
انځور: DW

د خوست د والي ویاند طالب منګل دویچه ویله ته وویل چې د پخواني ولایت مقام او اوسنۍ د پوليسو ځانگړې قعطې مرکز ته څیرمه موټربم چاودنه شوي او وروسته بریدکوونکو وسله وال برید پیل کړ چې تر څو ساعته جگړې وروسته ټول بريد کوونکي وژل شوي دي.

وياند ويلي دي چي څلور ځانمرگي بريد کوونکي تر چاودني وروسته وژل شوي او دوو يې څو ساعته مقاومت وکړ.

د خوست د پولیسو ځانګړي قطعې یوه سرتیری قسمت الله چې پر سر یې د ټپونو پټې تړلې او دوباره یې جګړې ته دانګلي ول د برید له سیمې په یوه ویډیو کلیپ کې ويلي دي چې دوښمن ته یې ماته ورکړې ده: «کومه چادنه چې پر موږ وشوه، تروریستانو پر موږ باندې برید وکړ، ښه غاښ ماتونکی ځواب مو ورکړ. چې په بدن کې مې یو څاڅکی وینه هم وي انشاالله وطن به ساتم.

د خوست د ولایتي روغتون مشر ډاکټر سخي سردار وایي چې تر اوسه د خوست روغتونونو ته ۳ جسدونه او ۳۷ ټپیان وروړل شوې دي.

د عيني شاهدانو په حواله لومړنۍ موټربم چاودنه دومره زوروره وه چې تر څو کیلو میتره یې غږ اوریدل شوی او د ښار نږدې ډېر دوکانونو او کورونو ښیښې یې ماتې کړې دي او خلکو ته یې مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د خوست یوه اوسیدونکي سردار دویچه ویله ته وویل: «سهار وختي و لمر په راختلو و چې سخت غټ درز وشو. زموږ د کوټو ښیښې یې ماتې کړې او زموږ په ګاونډ کې د ډيرو کورونو او دوکانونو ښیښې، کړکۍ او درواز ماتې شوې دي.»

د دغه بريد مسئوليت تر اوسه پوري کومي ډلي پر غاړه نه دی اخيستی. خو چارواکي وايي چې په خوست کي وسله وال طالبان او د القاعده شبکې غړي فعاله دي.