1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضااروپا

جرمني غواړي افغان کارکوونکي یې راوغواړي

۱۴۰۰ فروردین ۲۹, یکشنبه

د افغانستان څخه د الماني عسکرو تر پلان سوي راوتلو وروسته کیدلای سي د هغوی د محلي همکارانو ژوند له خطر سره مخامخ سي. ځکه نو د جرمني د دفاع وزیره غواړي، هغوی هم ژر جرمني ته راوغواړي.

https://p.dw.com/p/3sBZj
Afghanistan Übersetzer Bundeswehr
انځور: picture-alliance/dpa

د جرمني د دفاع وزیري انه ګریت کرمپ ـ کارنباور په دې  ارتباط الماني خبري آژانس،dpa ته ویلي چي په دې موضوع کي د جرمني د حکومت په دننه کي خبري دوام لري. په خبره یې « موږ دلته د هغو کسانو خبره کوو، چي ځینو یې په کلونو کلونو او پر خپل ځان د خطر په قبلولو سره زموږ سره کار کړی ، حتی جنګیدلي او خپله توانايي او قابلیت یې ښکاره کړی دی.»

کارنباور د خپلو خبرو په ادامه وویل، « زه دا د جرمني جدي مسؤلیت بولم، چي کله چي موږ د افغانستان څخه د همیشه دپاره وځو، دغه خلګ بې دفاع هلته پرې نږدو.»

ناټو تیره چهارشنبه (د اپریل میاشتي ۱۴ مه) فیصله وکړه، چي د می میاشتي د اولي نیټې څخه د افغانستان څخه د خپلو قواوو په راوتلو شروع وکړي. تر دې دمخه د امریکا متحده ایالاتو ویلي وه، چي د همدې کال د سپټمبر تر ۱۱ پوري به د افغانستان څخه خپلي قواوي راوباسي.

المانی پوځ بیا حتی غواړي د اګست میاشتي تر نیمايي پوري راووزي. جرمني په افغانستان کي د ۱۱۰۰ ځواکونو سره تر امریکا متحده ایالاتو وروسته دوهم لوی قوت تشکیلوي.

د جرمني د دفاع د وزارت په حواله دغه هیواد د ۲۰۱۳ م کال راهیسي تر اوسه پوري هم ۷۸۱ افغان محلي کارکوونکي جرمني ته راوستلي او لا ورسره تقریبأ ۳۰۰ افغانان کار کوي.

آ./م.ق./ا.ا.