1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کېسمن په آلمان کې له اذان څخه ننګه وکړه

۱۴۰۱ آبان ۱, یکشنبه

د موذن غږ د کولن ښار د ديتيب په مرکزي جومات کې د پروتستانت دين د عالمې مارګوت کېسمن په خبره په آلمان کې د زغم او دين د آزادۍ نښه ده. دا ځکه چې مسلمانان د هغې په خبره ډېر وخت له پامه غورځول شوي ول.

https://p.dw.com/p/4IZLT
مارګوت کېسمن
د آلمان پروتستانت ديني عالمه مارګوت کېسمنانځور: Julian Stratenschulte/dpa/picture alliance

کېسمن د »بيلد ام زونتاګ« په ورځپاڼه کې ليکلي دي چې د آلمان اکثريت ټولنې مسلمانان ډېر وخت له پامه غورځولي ول. هغوی به په پټو ځايونو کې لمونځ کاوه او دا چې کومې لارښوونې او څه ډول وعظ به کېده، ډېرو خلکو ته په زړه پورې موضوع نه وه. د هغې په اند ښه خبره دا ده چې دغه وضعيت اوس په بدلېدو دی او د مسلمانانو دين په آلمان کې اوس ليدل او اورېدل کېدای شي.د آلمان په کولن ښار کې په لومړي ځل اذان اورول کيږي

 کېسمن د دې غوښتنه هم وکړه چې د ديتيب ځايي ټولنې دې عامې ټولنې ته لا زيات پرانيستل شي. هغې ليکلي دي چې »څوک چې په عامه ډول لمانځه ته خلک رابولي، بايد خپله هم پرانيستی وي.«

آیا سعودي به په بهر کې د جوماتونو جنجالي تمویل ودروي؟

د هغې په خبره هر څوک بايد جومات ته د تللو حق ولري، که هغه مسلمان وي او که نه. کېسمن دا هم وويل چې »دا بايد هم بې تفاوته وي، چې زه د ښځې په توګه خپل مياشتنی مرض لرم او که نه.«د آلمان کولن ښار په لوډسپيکر کې د آذان امتحاني پروژه پیلوي

د هغې په خبره د منلو وړ نه ده چې نارينه فکر وکړي چې کولی شي ښځې په مياشت کې يو ځل منع کړای شي.«

په آلمان کې د پروتستانت کليسا د شورا پخوانۍ مشرې او د هانوور پخواني آيالتي اسقفې دا هم زياته کړه چې هغه په خپله ژبه غواړي پوهه شي چې په جوماتونو کې څه ډول وعظ کيږي.

آ./ن. ص./ا.ا.