1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ډېرو رد شوو پناه غوښتونکو شکایتونو مثبت ځواب ترلاسه کړی

۱۴۰۰ آبان ۷, جمعه

د تیر کال په پرتله د روان کال په لومړۍ نیمایې کې ډېرو هغو کسانو چې د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې له خوا یي د پناه غوښتنه رد شوې وه، محکمو ته له شکایت وروسته یې په آلمان کې د خوندیتوب حق ترلاسه کړی دی.

https://p.dw.com/p/42KZm
Deutschland Symbolbild Asylantrag
انځور: C. Ohde/blickwinkel/McPHOTO/picture alliance

د یوې آلمانۍ ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ د تیر کال په پرتله د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د ډېرو رد شوو پناه غوښتونکو شکایتونو ته په آلماني محکمو کې مثبت ځوابونه ورکړل شوي دي.

د پناه غوښتني د رد شوو غوښتنلیکونو پر ضد شکایتونو په مخ پر ډیریدونکي ډول مثبت ځوابونه ترلاسه کړي دي. د «نویه اوسنا بروکه څایټنګ» ورځپاڼې د جمعې په ورځ رپوټ ورکړی دی چې د ۲۰۲۱م کال په لومړۍ نیمایي کې د اداري محکمو د پریکړو پر ضد ۳۵،۱ سلنه شکایتونو مثبت ځواب ترلاسه کړی دی. دغه فیصدي د تیرکال په همدې موده کې ۳۱ سلنه وه. دغه معلومات د آلمان د کورنیو چارو وزارت په پارلمان کې د کیڼ اړخي فراکسیون د یوې پوښتنې په ځواب کې وړاندې کړي دي.

په دغو مواردو کې شکایت کوونکو په آلمان کې د خوندیتوب درجه یا حیثیت ترلاسه کړی دی، کوم چې مخکې تر دې د کډوالو له پاره د آلمان د مهاجرت ادارې له خوا یي د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد شوي ول.

محکمو د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې (بمف) له خوا د پناه غوښتنې د ۲۹۰۲۵ ارزول شوو غوښتنلیکونو په هکله پریکړو څخه ۱۰۱۷۶ یې غیر قانوني بللي دي.

د رپوټ په حواله د شکایتونو د مثبت ځوابونو ترلاسه کولو شمیر د لوړیدو یو دلیل په ځانګړي توګه د افغان مهاجرو په هکله پریکړې دي. په خاص ډول په دې برخه کې د تیروتنې کچه ډيره لوړه ده.

۷۵ سلنه د افغان پناه غوښتونکو شکایتونه یا دعوې په محکمه کې پر حقه ګڼل شوي یا په بل عبارت تائید شوي چې دغه فیصدي په ۲۰۲۰م کال کې ۶۰ سلنه وه.

د کیڼ اړخو له نظره دلیل یې دا دی چې د آلمان د کورنیو چارو وزارت په پرتله، محکمو د افغانستان امنیتي وضعیت ډیر خراب اټکل کړی دی.

همدارنګه د سومالیایي پناه غوښتونکو د دوسیو په برخه کې د تیروتنې کچه ۴۴،۹ سلنه او د ایراني پناه غوښتونکو په برخه کې بیا ۳۸، ۴ سلنه وه.

کیڼ اړخی فراکسیون شکایت کوي چې د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي اداره تر «د نه منلو وړ سیاسي فشار» لاندې ده.

د کورني سیاست په برخه کې کیڼ اړخي سیاستوالې اولا یولپکه په افغانستان کې د امنو سیمو په اړه د آلمان د کورنیو چارو وزارت پریکړه غندلې ده، چې په خبره یې په سیمه کې له حقیقي وضعیت سره په تناقض کې ده.

د دغې سیاستوالې په خبره د آلمان د کورنیو چارو وزارت باید له همدې امله د افغان پناه غوښتونکو شکایتونه له سره و ارزوي، څو پر محاکمو هم د کار فشار را کم شي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز