1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافریقا

یوې ښځې ۹ ماشومان زیږولي دي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۵, چهارشنبه

د مالي حکومت ویلي دي چې د دې هیواد یوې ښځې د سه شنبې په ورځ د مراکش په یوه روغتون کې ۹ ماشومان زیږولي چې ټول یي روغ رمټ دي. خو مراکشي چارواکو تر اوسه دا خبر نه دی تائید کړی.

https://p.dw.com/p/3szv7
Ukraine Kiew | Coronavirus | Leihmutterfirma
انځور: Getty Images/AFP/S. Supinksy

د مالي حکومت ویلي دي چې دغه ۲۵ کلنه میرمنه چې حلیمه سیسه نوميږي او د مالي په شمال کې د یوې فقیري سیمې اوسیدونکې ده د مارچ په ۳۰ نیټه د ښه مراقبت په خاطر مراکش ته لیږدول شوې وه. په پيل کې تصور کیده چې دغه ښځه پر ۷ ماشومانو مېندواره ده.

د اوو ماشومانو زیږول په نړۍ کې یوه نادره خبره ده، خو د ۹ ماشومانو بیا تر هغې ډیره نادره پېښه ده.

د مراکش د روغتیا وزارت ویاند رشید کودهري، ویلي دي چې د دغه هیواد په کوم روغتون کې د نهو ماشومانو د یوځایي زیږدلو په اړه اطلاع نه لري.

خو د مالي هیواد د روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې حلیمې پنځه لوڼې او څلور زامن په عملیاتو زیږولي دي.

د مالي د روغتیا وزیرې فنتا سیبي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «تر اوسه پورې د مور او نوي زیږدلو ماشومانو روغتیایي وضعیت ښه دی.»

هغې ویلي چې د مالي هیواد یوه ډاکتره له دې ښځې سره مله ده او په دومداره توګه دې ته د هغې ښځې د وضعیت په اړه اطلاع ورکوي.

د مالي د روغتیا وزارت ویلي دي چې دغه مور به په راتلونکو ورځو کې له خپلو ماشومانو سره یوځای کور ته ستنه شي.

سیمه ایزو رسنیو رپوټ ورکړی دی چې ډاکټران د دې مور او ماشومانو د روغتیایي وضعیت په اړه اندیښمن دي.

د مالي د روغتیا وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي دي چې په دواړو هیوادونو (مالي او مراکش) کې آلټراساونډ معایناتو د دې مور په بطن کې ۷ ماشومان ښودلي وو.

میرمن سیبي د مالي او مراکش طبي ډلو ته مبارکي ویلې ده چې د دوی د وړتیا او ښه کار له امله د دغې ښځې میندوارۍ خوشحاله کوونکي پایلې درلودلي دي.

آژانسونه: ش.ن/ س.ر