1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان څخه وتل د امریکا اعتبار ته سخته ضربه ده»

۱۴۰۰ مرداد ۲۴, یکشنبه

د امریکا نامتو سناتور، میټ رومني د افغانستان څخه د امریکايی قواوو وتل په ښکاره الفاظو سره غندلي دي. هغه ویلي، «زه هغه کسان درک کولای سم، چي وايي موږ باید افغانستان پریږدو. خو زه د هغو سره موافق نه یم.»

https://p.dw.com/p/3z0c5
Bildergalerie US Wahlen Sieger und Verlierer Mitt Romney
انځور: Getty Images/G. Frey

جمهوریت غوښتونکي سناتور، میټ رومني دغه خبره د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۴مه نېټه)  پخپل تویتر کي لیکلې ده. هغه ویلي، چي د « افغانستان څخه وتل د امریکا متحده ایالاتو اعتبار، اعتماد او افتخار ته یوه سخته ضربه ده.» رومني همدارنګه ویلي، چي« زموږ د ملګرو د دفاع پخاطر مو هیڅ مؤثره ستراتیژی نه درلوده.» ده اضافه کړي،«زه نه پوهیږم، چي دځواکونو وتل ولي په دغه ډول او طریقې سره تر سره کیږي. »

د امریکا جمهوررییس، جوبایدن د طالبانو پر چټکو پرمختګونو او ډراماتیک حالت سربیره د افغانستان څخه د خپلو قواوو د وتلو څخه بیا دفاع وکړه او دا کار یې سم وباله.

Afghanistan Taliban in Dschlalalabad
انځور: REUTERS

بایدن ویلي، چي په افغانستان کي یو یا پنځه کاله نور پاته کیدل پردې باندي هیڅ تاثیر نه کوي، چي افغان امنیتي قواوي وکولای سي د خپل هیواد څخه دفاع وکړي.

د افغانستان څخه د خارجي قواوو د وتلو د شروع راهیسي ډیري سیمي د طالبانو لاسو ته لویدلي دي. امریکايي قواوو غوښتل، چي د فغانستان څخه د اګست میاشتي تر پایه پوري ووزي.

آ./م.ق./ا.ا.