1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د الظواهري د کور مودل د سي آی اې په موزیم کې

۱۴۰۱ مهر ۳, یکشنبه

د امریکا استخباراتي ادارې په کابل کې د ايمن الظواهري د وروستي پټنځای مودل ولسمشر جو بايدن ته ښکاره کړی وو. الظواهري د جولای پر ۳۱مه په کابل کې د امریکا له لوري ووژل شو.

https://p.dw.com/p/4HJKy
د بايدن په مخ کې پروت صندوق د الظواهري د کور مودل دی
د بايدن په مخ کې پروت صندوق د الظهواري د کور مودل دیانځور: White House/Planet Pix/Zuma/picture alliance

د الظواهري تر وژلو لږ وخت وروسته د سپينې ماڼۍ چارواکو داسې يو عکس خپور کړی وو چې بايدن په کې د سي آی اې له مشر ويليامس بورنس سره خبرې کوي. د دوی په مخ کې پر مېز باندې يو تړلی لرګين صندوق پروت دی. اوس دغه صندوق چې د يوه پنځه پوړيز سپين کور مودل رانغاړي، په ويرجينيا کې د امريکايي استخباراتو په مقر کې دننه د سي آی ای په موزيم کې نندارې ته وړاندې شوی دی.افغانستان کې د امریکا د برید خلاف لاریونونه شوي

دغه موزيم د عامو خلکو په مخ تړلی دی چې يوازې د استخباراتو کارکوونکي او ځانګړي مېلمانه ورننوتلی شي. د سي آی اې ادارې البته ژورناليستانو ته اجازه ورکړه چې له موزيم څخه ليدنه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې دغه اداره خپله ۷۵ کليزه لمانځي او هڅه يې دا ده چې خپل تاريخ او لاسته راوړنې ښکاره کړي.  

آیا طالبان واقعا نه پوهیدل چې الظواهري په افغانستان کې وو؟

په دې موزیم کې ډېری نندارې ته ايښودل شوي شيان تر کلونو يا لسيزو محرميت وروسته اوس ښکاره کړل شوي دي. د الظواهري د کور مودل يو څو اوونۍ تر مخه لا د استخباراتي چارواکو له خوا په هدفي ډول کارول شوی وو. الظواهري د جولای مياشتې په پای کې تقريبا يو کال وروسته له دې چې متحده آيالاتو خپل دوه لسيزې اوږد جنګ ودراوه، په کابل کې ووژل شو.

په دغه جګړه کې د سي آی ای استخبارتي ادارې مرکزي نقش درلود. دوی په ۲۰۰۱ کال کې د سپتمبر ۱‍۱مې تر بريدونو ايله دوه اوونۍ وروسته لومړني امريکايي ځواکونه افغانستان ته واستول. دوه لسيزې وروسته د ماموريت په پای کې دغې استخباراتي ادارې مرسته وکړه چې د څارنې وسايل راوباسي او په زرونو افغان او امريکايي اتباع د ګډودۍ په حالت کې تخليه کړي.طالبان: د الظواهري مړی مو نه دی موندلی

سربیره پر دې د بايدن ادارې ويلي دي چې پر الظواهري بريد ښيي چې دوی په افغانستان کې د »افق ورهاخوا« د تروريزم ضد وړتياوې ساتلې دي. ځينې شنونکي دغه پوښتنه لري چې آيا د کابل په يوه ګاونډ کې د الظواهري وژنه د دې نښه ده چې د القاعدې او داعش په څېر افراطي ډلې اوس د طالبانو په واکمنۍ کې پياوړې شوې دي که نه؟ خو پر الظواهري بريد د سي آی ای له پاره اهميت درلود چې د هغه د موندلو په هڅه کې يې اووه کارکوونکي له لاسه ورکړي دي. الظواهري د يولسم سپتمبر د بریدونو يو اصلي طراح او د القاعدې دويم مشر پاتې شوی دی.