1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: مسلمان کارغوښتونکي سره توپيري چلن سخت بحثونه راپارولي

۱۳۹۹ مهر ۲۵, جمعه

د آلمان په براندنبورګ کې د مسلکي زدکړو يوه مسلمان کارغوښتونکي ته د رد ځواب استدلال يو څو مياشتې وروسته هم بحثونه تاوده ساتلي دي. د ياد شرکت مشر پر اسلام باندې انتقاد کړی و او اوس هم پر خپل موقف ولاړ دی.

https://p.dw.com/p/3k1Km
Straßenbau Deutschland
انځور: imago/Jochen Tack

په مارچ مياشت کې د مسلکي زده کړې يوه غوښتنليک ته د رد ځواب ورغلی وو. څه باندې نيم کال وروسته دغه ځواب په تويتر کې خپور شو چې اوس يې تاوده بحثونه،‌ نيوکې او غبرګونونه راپارولي دي.

د کار غوښتنليک ته د رد ځواب اصلي علت پر اسلام باندې انتقاد بلل کيږي چې د تبعيض ضد فدرالي ادارې په حواله په آلمان کې له حاکمو قوانينو سره په ټکر کې راځي. خو د قير ريزۍ يا ډامبر، سړکونو د جوړونې او کم ارتفاع ودانيو د ساختمانۍ د يوه شرکت اجرائيوي مشر، فرانک پيلڅېکر تر اوسه پر خپل هغه پخواني موقف باندې ټينګار کوي.

د غوښتنليک د رد په ځواب کې راغلي ول چې د سړک جوړونې د مسلکي زده کړې دوو فرصتونو ته اوو تنو غوښتليکونه لېږلي دي. د کارغوښتنې په دغه بهير کې د پيلڅېکر په خبره غوره کانديدان انتخاب شوي دي او سربېره پر دې په خپله عقيده د يوه ټينګ ولاړ مسلمان همکاري ورته مطلوبه هم نه ده.

د رد ځواب د دغو کرښو له مخې د آلمان د فدرالي جمهوريت له اساسي قانون سره هم په ټکر کې راځي.

د تبعيض ضد ادارې غبرګون

برنهارد فرانکه چې د تبعيض ضد ادارې سرپرست مشر دی، په دې اړه ويلي دي چې «د رد د ځواب محتوا د دين پر بنياد د تبعيض يوه ښکاره نخښه ده چې په دې ترتيب د برابرۍ د قانون خلاف يوه سرغړونه ده.»

Muslime in Deutschland
د آلمان صدراعظمه د مسلمانو مهاجرو سره د روغبړ پر مهال - آرشيفانځور: Getty Images

فرانکه دا هم ويلي دي چې دغه قانون د مسلکي زدکړو غوښتونکي هم رانغاړي چې په خبره يې «زموږ د اټکل له مخې اړونده کارغوښتونکي ښه چانس لري چې د محکمې له خوا د تاوان تقاضا هم عملي کړای شي.»

د شرکت د اجرائيوي مشر استدلال

بله خوا د ياد شرکت اجرائيوي‌ مشر فرانک پيلڅېکر دا هم ويلي دي چې چچنيايي کارغوښتونکي ورته داسې ويلي ول چې هغه عملاً مسلمان دی او د رمضان په مياشت کې روژه هم نيسي.‌ خو د پيلڅېکر په خبره دغه حالت د سړک جوړونې په برخه کې له سخت بدني کار سره سازګار نه دی،‌ په تېره چې روژه نيونکی اوبه هم ونه څښي. مسلمان کارکوونکي چې دغه مقررات مراعاتوي، د هغه په وینا بيا د غرمې څخه وروسته خپل کار سر ته نه شي رسولی. پيلڅېکر وويل چې تر اوسه لا پر خپل موقف باندې ولاړ دی او دا چې د ۴۰ کارکوونکي لرونکي په خپل دغه شرکت کې بايد نوموړی دې ته پاملرنه وکړي چې د خلکو خپلمنځی چلن سم وي.‌ له دې کبله ورته ممکنه نه ده چې د سباناري بېل اتاقونه جوړ کړي کله چې مسلمانان د خوراک د بېلو مقرراتو له کبله ونه غواړي چې له نورو کارکوونکو سره په عين اتاق کې ډوډۍ وخوري.

Deutschland Zuckerfest
په آلمان کې مسلمانان او آلمانان د مسلمانانو د اختر په ورځ په يو ګډ محفل کېانځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

د هغه په خبره هغه د دين آزادۍ ته او د سياست او دين بېلتون ته درناوی لري. خو دغه سوال ورته هم مطرح دی چې دين څنګه اجرا کيږي. مهاجرين بايد د هغه په خبره د هغې ټولنې مقررات ومني او مراعات کړي چې ورکډه شوي وي. پيلڅېکر زياته کړه چې «يوې حقوقي دعوې ته سترګې په لار يم»، ځکه چې په دغه مورد کې ورته ډېر مثبت لیکونه هم رسيږي.

د سياستوالو له خوا نيوکې

د آلمان د براندنبورګ آيالت د اقتصاد وزير، يورګ شتاينبخ، د دغه آيالت د ادغام د چارو مسئولې، دوريس لېمرماير، او د کوتبس ښار د صنايعو اتاق د سه شنبې په ورځ‌ دغې قضيې ته په انتقادي ډول کتلي ول. شتاينبخ وويل: «که دغه تورونه صحيح وي، نو د شرکت موقف ته هک حيران يم.» دا ځکه چې د هغه په خبره «دغه ډول يو عمل نړۍ ته د يوه پرانيستي براندنبورګ له اصولو سره ټکر خوري»، ځکه چې په خبره يې «د دين د عملي کولو آزادي په آلمان کې يو اساسي حق دی.»

 EPD/ns/nz