1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا تدابیرو د خلکو سترګي لا ضعیفه کړي

۱۳۹۹ بهمن ۲, پنجشنبه

د کرونا د تدابیرو په دلیل ټلویزون، لپ تاپ یا موبایل ټلیفون ته ډیر کښیناستل او استعمال او هم په ازاده هوا کي لږ پاته کیدل د ډیرو خلګو سترګي خرابي او ضعیفه کړي دي. تر ټولو دمخه د کوچنیانو سترګي ډیري اغیزمني شوي دي.

https://p.dw.com/p/3oEYq
9999 Generation kurzsichtig
انځور: Lucky You

د کرونا د تدابیرو په دلیل نه یوازي انساني مناسبات محدود سوي، بلکي کوچنیان مکتبو ته هم نه ځي او په همدې سبب تر پخوا لا ډیر انسانان مجبوره کیږي، چي ټلویزون، لپ ټاپ یا موبایل ټلیفون ته ډیر کښیني. اکثره خلک بې حده ډیر وخت پر همدې باندي تیروي او ډیر لږ ازادي هوا ته وځي. خو پر همدغه سکرین باندي ډیر نژدې تمرکز، یعني شیانو ته د نژدې فاصلې څخه کتل سترګي هم ضعیفه کوي او لازم دید له لاسه ورکوي.

تر ټولو دمخه بیا په کوچنیانو کي جسمي فعالیت راکم سوی او ډیر لږ ازادي هواته وځي، چي ورسره سم یې سترګي هم ډیري خرابي سوی دي. په هالنډ او چین کي تازه پلټني ښيي، چي د کرونا د تدابیرو په سبب خصوصأ د کوچنیانو سترګي ډيرې خرابي سوي او ضعیفه سوی دي.

په چین کي د مکتب د تر ۱۲۰ زره اضافه هغو شاګردانو ارقام، چي عمرونه یې د ۶ څخه تر ۱۳ کلنۍ پوري دي، ښکاره کوي چي د هغوی سترګي په ۲۰۲۰م کي تر ټولو ډیري خرابي سوي دي.

د دغه رپوټ مطابق خصوصأ د ۶ څخه تر ۸ کلنو کوچنیانو سترګي د یوکال مخکي په نسبت درې چنده ضعیفه سوي دي. 

Symbolbild Kinder in Deutschland
انځور: picture-alliance/SvenSimon/F. Hoermann

خو بیا په دغه عمر کوچنیانو کي د سترګو خرابیدل ډیر د تشویش وړ دي، ځکه په زلمي توب کي لا دا معلومیږي او تصمیم نیول کیږي، چي آیا هغه لیري لیدلای او عینکي پر سترګو کړي او که څنګه؟ که انسان یو واري دغه حالت ته ورسیږي، یعني یوازي نژدې ولیدلی سي او لیري نه، بیا نو وروسته ټول عمر همداسي پاتیږي. په عین وخت کې هر څومره چي ژر سترګي خرابي سي، په هغه اندازه وروسته قوي عینکو ته ضرورت هم پیدا کیږي.

د براین هولډن ویژن انستیتوت -Brien Holden Vision Institute  په حواله به د همدغه قرن تر نیمايي پوري د تقریبأ پنځه ملیارډه انسانانو، یعني نیمایي خلکو سترګي ضعیفه او لیري ونه لیدلای سي. په تیرو لسیزو کي بیا تر ټولو دمخه په صنعتي هیوادونو کي د هغو خلګو تعداد چي سترګي یې ضعیفي سوي، په شدت سره لوړ سوی دی.

Bildergalerie Kurzsichtigkeit Symbolbild Sehen Lesen China Schulkind Schule
انځور: picture-alliance/dpa/Zhou Chao

د تعلیمي امکاناتو د ډیریدو او سترګو د خرابیدو او ضعیفه کیدو تر منځ حتی مستقیم ارتباط موجود دی: یعني په هره اندازه چي تعلیمي او تحصیلي درجه لوړه وي، په هغه اندازه د سترګو د ضعیفه کیدو خطر هم لوړيږي.

د جرمني د مونستر د سترګو د کلینیک پروفیسره، نیکولا ایتر وايي، چي «د سترګو ضعیفه کیدل تر ټولو دمخه د کمپیوټر، موبایل تلیفون او یا لپ تاپ د ډیر استعمال او په تازه هوا کي لږ چکر وهلو څخه رامنځته کیږي.