1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د قانون حاکميتآسیا

وسله والو د ننګرهار په یوه مسجد کي ۸ کسان ووژل

۱۴۰۰ فروردین ۲۹, یکشنبه

پرون شپه د یوې کورنۍ لږتر لږه ۸ غړي د جلال اباد ښار په یوه مسجد کي د تراويح لمونځ پروخت د وسلوالو کسانو په حمله کي په قتل ورسیدل. دا اول وار نه دی، چي په ننګرهار کي دا ډول پيښه رامنځته کیږي.

https://p.dw.com/p/3sBew
Afghanistan drei weibliche Journalistinnen bei Jalalabad ermordet
زموږ د ارشیف څخه یو عکسانځور: Sadaqat Ghorzang/AP Photo/picture alliance SS

د ننګرهار والي، ضیاالحق امرخیل الماني خبري آژانس،dpa سره په خبرو کي په دغه پيښه کي د یوه فامیل د حداقل اتو تنو غړو د وژل کیدو څخه خبر ورکړی دی. د هغه په خبره دغه کسان د جلال اباد ښار د نهمي ناحیې په یوه مسجد کي د تراویح پر مهال د وسله والو کسانو لخوا ویشتل سوي دي.

د والي په خبره لمړنۍ پلټني ښيي، چي «دغه واقعه د یوې ټوټې شخصي مځکي پر سر دعوې په نتیجه کي رامنځته سوې ده.»

په افغانستان کی د مځکي پر سر شخړي او جنګونه یوه عادي موضوع ده. دغه ډول واقعې د دغه هیواد په مختلفو سیمو کي د کورنۍ د غړو یا شریکانو تر منځ رامنځته کیږي.

د تیر ۲۰۲۰ م کال په اپریل کي په دغه ولایت او یوه عین پيښه کي د یوه قوم حداقل شپږ تنه ووژل او ۲۰ نور زخمیان سول. د هغوی ترمنځ جنګ تر څو ورځو وروسته بلاخره پای ته ورسیدی. 

د جلال اباد د پولیسو قومانداني ویلي دي، چي په دې هکله یې تحقیقات شروع کړي، خو تراوسه پوري يې د هغه په ارتباط څوک نیولی نه دی.

د ننګرهار د والي په حواله دغه پيښه چي پرون شنبه شپه د نهو بجو په شاوخوا کي رامنځته سوه، په هغه کي «د حاجي عبدالوهاب پنځه زامن او درې وروڼه په قتل رسیدلي دي. دغه کسان چي د لمانځه ادأ کولو پر وخت وه، د نامعلومو کسانو لخوا ورباندي فیرونه وسول.»

آ./م.ق./ا.ا.