1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو له افغانستانه د خپلو ځواکونو پر رایستلو بحث کوي

۱۳۹۹ آبان ۲, جمعه

په بروکسل کې د ناټو د دفاعي چارو وزیران له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د رایستلو په هکله سلا مشورې کوي.

https://p.dw.com/p/3kJmM
Afghanistan - Abzug der NATO und ISAF Truppen.
انځور: DW/F. Khan

نن جمعې په ورځ (د اکتوبر میاشتې په ۲۳ نیټه) تر غرمې وروسته د سیمه ایز وخت مطابق د ماسپښین پر ۲ بجو به یو ځل بیا یعنې په دویمه ورځ هم د ناټو د دفاع وزیران د یوه ویډیوي کنفرانس په ترڅ کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د رایستلو د پلان په هکله سلا مشورې وکړي.

له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو د بهیر څرنګوالی به په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې مذاکراتو په وضعیت پورې تړلی وي، چې کیدای شي د راتلونکي کال تر می میاشتې پورې ترسره شي.

د را روان کریسمس یا عیسوي اختر پورې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ وروستۍ څرګندونې د شمالي انتلانتیک پوځي ایتلاف (ناټو) کې د نا آرامۍ رامنځته کیدو سبب شوی دی.

په عراق کې د ناټو د ملاتړ ماموریت پراخول هم د دغه کنفرانس د اجنډا په موضوع کې شامله ده. د پنجشنبې په ورځ لا د دفاع وزیرانو د یوه فضایي مرکز د جوړولو پریکړه وکړه، څو مهم پوځي سټلایټونه له خطر او بریدونو څخه وژغوري.

ټاکل شوې ده چې دغه فضایي مرکز به د آلمان د راینلنډ فالڅ ایالت په رامشټاین کې د ائتلافي ځواکونو د قوماندې په مرکز کې جوړ شي.