1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو په بله غونډه کې د افغانستان په اړه پريکړه کوي

۱۳۹۹ آذر ۴, سه‌شنبه

د ناټو عمومي منشي ويلي دي چې دغه ائتلاف به په فيبرورۍ مياشت کې د دفاع وزیرانو په غونډه کې پريکړه وکړي چې آیا په افغانستان کې خپل روزنيز ماموريت ته دوام ورکړي او که څنگه.

https://p.dw.com/p/3lk44
Brüssel Jens Stoltenberg NATO-Generalsekretär
انځور: Dursun Aydemir/AA/picture alliance

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبيرگ د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې په خپله راتلونکې غونډه کې به په افغانستان کې د خپل ماموريت د راتلونکي په اړه تصميم ونيسي.

د ناروې دغه پخواني لومړي وزير د ناټو په يوه غونډه کې وويل چې «موږ به له يوه سخت انتخاب سره مخ شو.» هغه زياته کړه: «دا چې پاتې شو او د دوامداره پوځي ماموريت لگښت پرې کړو او که ووځو او ټولې لاسته راوړنې په خطر کې واچوو. او دا چې د سولې پروسه هم له ځنډ سره مخ ده.»

تیره اوونۍ امريکا متحده ايالاتو اعلان وکړ چې په افغانستان کې به د خپلو عسکرو شمير له اوسنيو کابو ۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راټيټ کړي.

خو ستولتنبيرگ پر دې اعلان سربيره هم ويلي چې «د ناټو ماموريت به پاته وي او موږ به له افغان امنيتي ځواک سره خپلې مرستې ته دوام ورکړو.»

نوموړي همدا راز له افغانستان څخه د عسکرو د ژر را ايستلو په اړه خبرداری ورکړی وو او ويلي یې ول چې په دې توگه به افغانستان ښايي يو وار بيا د نړيوالو ترهگریزو ډلو چې لويديځ په نخښه کوي، په مرکز بدل شي.

امريکا متحده ايالات له ۲۰۰۱م کال راهيسې په افغانستان کې دي. ناټو په ۲۰۰۳م کال کې د دې ماموريت مشري پر غاړه واخيسته او بيا وروسته دغه مسؤليت په ۲۰۱۴م کال کې افغان امنيتي ځواک ته وسپارل شو.

ب. ص/ ن.ز (dpa)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب