1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان کابینه په افغانستان کې پر ماموریت غځولو بحث کوي

۱۳۹۹ اسفند ۶, چهارشنبه

د آلمان حکومت د کابینې غړي نن چهارشنبه د راتلونکي کال د جنورۍ تر ۳۱ نیټې پورې په افغانستان کې د آلماني سرتیرو ماموریت پر غځولو بحث کوي. هڅه کیږي چې د دغه ماموریت په غځولو سره لاسته لاوړنې وساتل شي.

https://p.dw.com/p/3pmbq
Afghanistan Bundeswehrsoldatin
انځور: picture-alliance/JOKER/T. Vog

د آلمان د واکمنو ګوندونو (CDU/CSU) د فراکسیون مرستیال یوهان وادیفول، په افغانستان کې د آلماني سرتیرو د ماموریت د غځولو غوښتنه وکړه، څو ترلاسه شوي لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ نه شي.

د آلمان د مسیحي دیموکرات اتحاد ګوند دغه سیاستوال په عین وخت کې د آلمان له حکومت څخه د یوه ریښني بیلانس یا ارزونې غوښتنه کړې ده. وادیفول د آلمان خبري آژانس ته وویل چې د دغه هیواد حکومت تر اوسه پورې داسې کومه ارزونه نه ده ترسره کړې: «د دې وخت را رسیدلی دی چې موږ اوس د یوه رښتینې او هر اړخیز بیلانس په را ایستلو پيل وکړو.»

د آلمان د حکومت کابينه نن د چهارشنبې په ورځ د راتلونکي عیسوي کال د جنورۍ میاشتې تر ۳۱ نیټې پورې په افغانستان کې د آلماني سرتیرو د ماموریت پر غځولو بحث کوي. دغه آلماني سرتیرې د ناټو د «قاطع ماموریت» په چوکاټ کې افغان عسکرو ته روزنه ورکوي. ټاکل شوې ده د دغو سرتیرو حد اکثر شمیر ۱۳۰۰ تنه په خپل حال پاتې شي.

وادیفول زیاته کړه چې افغانستان، د آلمان پر پوځ او د دغه هیواد پر امنیتي سیاست اغیز کوي: «موږ په افغانستان کې ډیر زیانونه زغملي دي. نو موږ باید هڅه وکړو چې له دغو عملیاتو ډیره زده کړه او تجربه ترلاسه کړو. دغه عملیات له سیاسي پلوه په رښتینې او هر اړخیز ډول او همدارنګه د کارپوهانو په مرسته تر ارزونې لاندې ونیسو.»

نوموړي آلماني سیاستوال ټینګار وکړ چې د آلمان پوځ به بیا هم نور عملیات ولري «موږ باید د امکان تر حده په تر ټولو ښه صورت کې د هغو له پاره اماده اوسو، څو بریالیتوب ولرو.»

وادیفول زیاته کړه چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عملیات وروسته له ۲۰ کلونو په کراره کراه پای ته نږدې کیږي او یقیقناً چې ډیرې لاسته راوړنې مو درلودلې دي.

هغه وویل: «موږ په افغانستان کې ترهګري په شا وتمبوله، موږ د خپل برخلیک ټاکلو حق د آزادۍ له پاره د مبارزې په برخه کې د دې هیواد د خلکو ملاتړ کړی دی. او د آلماني سرتیرو د ماموریت غځول به د یوه ژوندي پيوستون په معنی وي.»

مخکې تر دې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس هم په افغانستان کې د آلماني سرتیرو د ماموریت د تمدید غوښتنه کړې وه.