1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له افغانستان څخه د ځواکونو په ایستلو کې ځنډ امکان نه لري»

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۷, دوشنبه

په افغانستان کې د جګړې پر شدت سربیره، د آلمان د وسله والو ځواکونو ټولنه فکر نه کوي چې په مني کې له دغه هیواد څخه د آلماني ځواکونو پلان شوی وتل دې وځنډیږي.

https://p.dw.com/p/3tU0E
Bundeswehr Soldaten in Afghanistan Archiv 2009
انځور: Reuters/F.Bensch

د آلمان د وسله والو ځواکونو ټولنې مشر اندرې ووستنر، د آلمان د تحریریه شبکې ورځپاڼې (د دوشنبې ورځې ګڼې) ته ویلي دي :«امریکا متحده ایالات تدبیر پلی کوي. ناټو پریکړه کړې ده او موږ ورته ژمن یو.»

دا د آلمان پوځ له پاره یو«ستونزمن او خطرناک وضعیت» دی. د آلماني پوځ د تدارکاتو او حفاظت ترڅنګ نړیواله همغږي اړينه ده.

ووستنر وویل چې دا وضعیت لا پسې ستونزمنوي، چې سیاست د دغه ماموریت پای ته رسولو له پاره ځان نه دی تیار کړی: «ډېرو نظامیانو اټکل کاوه چې د ۲۰۱۹م کال په پای کې به دغه ماموریت ژر پای ته نږدې شي. خو په آلمان کې خلک له ډیرې مودې راهیسې د دې خبرې منلو ته اماده نه وو، خو په سیاسي توګه له دې قضیې سره لږ یا ډیر سوړ برخود کیږي.

د آلمان د وسله والو ځواکونو د اتحادیي مشر وویل چې اوس د بهرنیو چارو وزارت غواړي په دې برخه کې کار وکړي چې په نړیواله کچه لا بهتره ملکي همغږي رامنځته کړي.

ناټو د اپریل میاشتې په پای کې له دغه هیواد څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو لړۍ پیل کړي. د بهرنیو ځواکونو د وتلو د ایستلو لړۍ باید حد اکثر د سپټمبر میاشتې تر پای پورې پای ته ورسیږي.

آلماني پوځ په افغانستان کې د ناټو د «پریکړنده ماموریت» په چوکاټ کې تر امریکا متحده ایالاتو وروسته تر ټولو ډیر عسکر لري.  اوسمهال نږدې ۱۱۰۰ آلماني سرتیري په افغانستان کې مستقر دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز