1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: تر کومه چې اړتيا وي پوځ به مو په افغانستان کې پاته وي

۱۳۹۹ آبان ۲۷, سه‌شنبه

د ناټو مشرانو له افغانستانه د دونالد ترمپ د پلان له مخې د امريکایي ځواکونو په چټکۍ سره د را ايستلو په اړه خبرداری ورکړی دی. د يوه رپوټ په حواله ترمپ ښايي ډېر ژر په افغانستان کې د امريکايي عسکرو د کمولو امر صادر کړي.

https://p.dw.com/p/3lOIy
Afghanistan NATO US 101st Airbone
انځور: Allison Dinner/ZUMAPRESS/imago images

سي ان ان شبکې د دوشنبې په ورځ (د نومبر ۱۶ مه نيټه) په خپل یوه رپوټ کې ويلي دي چې ولسمشر دونالد ترمپ به مخکي تر هغه چي په جنوري مياشت کي خپل ځای ناستي ته څوکۍ پريږدي، ډېر ژر به په افغانستان او عراق کې په څرگند ډول د خپلو عسکرو د شمير کمولو په اړه لارښوونه وکړي.

په رپوټ کې زياته شوې چې پوځي چارواکي د دې ډول يوه فرمان د عملي کولو له پاره چمتووالی نيسي چې له مخې به یې په عراق او افغانستان کې د عسکرو شمير ۲۵۰۰ ته راټيټ کړل شي.

خو رويترز خبري آژانس د يوه لوړ پوړي امريکايي افسر په حواله خبر ورکړی دی چې له افغانستانه تر کرسمس پورې د عسکرو د را ايستلو پلان په اړه د ناټو په نورو غړيو هيوادونو کې يو څه گډوډي رامنځته شوې ده او هغوی له يو بل سره په سلا او مشورو بوخت دي.

په دې ترڅ کې په بروکسل کې د ناټو وياند اوانا لنگسکيو ويلي چې د افغانستان د کړکيچ په اړه د ناټو ائتلاف په دريځ کې تر اوسه کوم بدلون نه دی رامنځته شوی. د ناټو د انترنت پاڼې په حواله د مگړۍ په افغانستان کې د ناټو ائتلاف د ۳۸ غړيو هيوادونو کابو ۱۶۰۰۰ عسکر مستقر دي چې نيمايي یې امريکايان دي.

خو د ناټو وياند د دوشنبې د ورځې په خپلو خبرو کې دغه شمیر تر۱۲۰۰۰ هم کم ښوولی. نوموړي د ناټو د عمومي منشي ينس ستولتنبیرگ د څرگندونو په حواله وويل: «موږ به حضور ته دوام ورکړو. د ناټو هیڅ کوم غړی هيواد نه غواړي بې ضرورته هلته پاتې شي. خو په عين حال کې موږ چې د دومره قربانيو په بدل کې کومه بريا ترلاسه کړې ده، غواړو د هغې ساتنه هم وکړو.»

د ناټو سلامشورې به دوام ولري

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په دې وروستيو کې د دفاع وزير مارک ايسپر له دندې گوښه کړ او پر ځای یې کريس ميلر د دفاع وزير په توگه غوره کړ. د ناټو عمومي مشر له نوموړي سره هم خبرې اترې کړي دي. د معلوماتو په حواله کريس میلر له ولسمشر ترمپ سره له افغانستان څخه د ټولو عسکرو د را ايستلو په اړه د خبرو اترو هڅه کړې ده.

Trump besucht Ramstein Air Force Base
ترمپ واک ته د رسیدو پر وخت ژمنه کړې وه چې ټول امريکايي عسکر به بیرته په کور کړيانځور: Reuters/J. Ernst

په امريکا کې مخالفت

بل لوري ته د امريکا متحده ایالاتو د سنا مجلس مشر مچ مک کونل هم د دوشنبې په ورځ له افغانستان او عراق څخه د عسکرو د راایستلو پروسې د چټکولو په اړه خبرداری ورکړی دی. نوموړي ويلي دي چې تندلاري به دا کار د «پروپاگندې بريا» په توگه وگڼي.

نوموړي د ولسمشر ترمپ د دې پلان په اړه چې په څو ورځو کې به په دواړو هيوادونو، عراق او افغانستان کې د عسکرو شمير راکم کړي، وويل چې په دې کار سره به امريکا خپل شريکان «يوازې پريږدي.»

د جمهوري غوښتونکي گوند څخه د سنا مجلس دغه مشر زياته کړه چې دا کار به طالبانو ته د افغانستان د نيولو او القاعده او داعش ډلو ته د ځان د بيرته منظمولو زمينه برابره کړي.

تر هغه د مخه چې د امريکا د دفاع وزير مارک ايسپر له دندې گوښه شي، نوموړي په افغانستان کې د ۴۵۰۰ عسکرو پر پريښودو ټینگار کاوه څو طالبان پر افغان امنيتي ځواکونو خپل بريدونه راکم کړي.

پنتاگون تر اوسه هغه رپوټونه چې ترمپ ويلي دي په روانه اوونۍ کې به د عسکرو د را ايستلو اعلان وکړي، لا نه دي تائيد کړي. ترمپ څلور کاله تر مخه ولسمشرۍ ته د رسيدو سره په بهرنيو هيوادونو کې د خپلو جگړو د ختمولو خبره کړې وه.

مک کونل چې په نورماله توگه د ترمپ نزدې سياسي ملگری بلل کيږي، په چټکه توگه د عسکرو د را ايستلو په اړه یې خبرداری ورکړی او ويلي یې دي چې دا کار به «هغه خلک چې غواړي موږ ته زيان ورسوي، خوښ کړي.»

زموږ له آرشيف څخه: