1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م. م وايي د طالبانو د واکمنۍ راهیسې نږدې ۴۰۰ ملکيان وژل شوي

۱۴۰۰ اسفند ۱۷, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو یو تازه راپور وايي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنیدو راهیسې په یو شمېر بریدونو کې نیږدې ۴۰۰ کسان وژل شوي دي. د رپوټ په حواله د دې تلفاتو نیږدې ۸۰ سلنه د داعش ډلې په بریدونو کې رامنځ ته شوي دي.

https://p.dw.com/p/489YC
Afghanistan Taliban
انځور: picture-alliance/AP Photo

د تیر میلادي کال د اګست میاشتې په نیمايي کې په افغانستان کې د پخواني جمهوري نظام تر نسکوریدو او واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته په افغانستان کې د بشري وضعیت په هکله د ملګرو ملتونو تازه رپوټ په دغه هيواد کې د ښځو د حقونو، خبریالانو او نورو د حقونو په هکله لوېدیځ هیوادونه بيا اندېښنې لري.

د ملګرو ملتونو دغه تازه رپوټ د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې نه د روان میلادي کال د فبروري میاشتې موده رانغاړي چې پکې ویل شوي په دې موده کې په افغانستان کې ۳۹۷ تنه ملکي کسان وژل شوي.

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې راغلې دي چې د دغو مرګونو ډېره برخه د داعش (اسلامي دولت) ډلې د بریدونو په پایله کې رامنځ ته شوي دي. په رپوټ کې همدا راز زیاته شوې چې په دې موده کې تر ۵۰ ډېر کسان بیا له داعش ډلې سره د اړیکو لرلو په تور په بده توګه وژل شوي چې پکې شکنجه، د سر پرې کول او وژل شامل دي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنیدو راهیسې داعش د افغانستان د پلازمینې کابل په شمول په ځينو ولایتونو کې خونړي بریدونه کړي چې ډېر افغانان پکې وژل شوي دي.

په ژنیف کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسارې میشیله باشلیت د راپور د معرفۍ په خپله وینا کې وویل چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د ډېرو افغانانو له پاره د ژورې اندېښنې وړ دی.

آیا طالبان د عمومي عفوې فرمان عملي کوي؟

میرمن باشلیت په خپله وینا کې همدا راز وویل چې طالبانو هم په دې موده کې د ښځو پر حقونو او آزادیو محدودیتونه وضع کړي دي. هغې د افغانستان په عام ژوند کې د ښځو د ونډې د بشپړې اجازې غوښتنه وکړه.

طالبان چې تر دې وړاندې د ۱۹۹۶م کال نه تر ۲۰۰۱م کاله پورې په افغانستان کې حاکم ول، د ښځو د زده کړو په ګدون پر دوی پراخ محدودیتونه وضع کړي ول.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسارې همدا راز په خپله وینا کې په افغانستان د فعالانو او مظاهره چیانو د اجباري ورکیدو د یو شمیر دردوونکو پیښو یادونه هم وکړه او د بیان د آزادۍ په برخه کې یې پر محدودیتونو هم اندېښنه څرګنده کړه. ټاکل شوې ده چې په ژنیف کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون به د افغانستان له پاره ځانګړی راپور ورکوونکی وګماري، څو د طالبانو له لوري سرغړونې وڅاري او مستند یې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر شیبا کراکر پرون د دوشنبې په ورځ یادې غونډې ته وویل چې دا به یو ډیر مهم میکنازم وي چې د سرغړونې مستندي شي. هغې پر طالبانو هم غږ وکړ څو د ملګرو ملتونو له یادې ډلې سره همکاري وکړي.

خ.ح / ن. ز / آژانسونه