1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د ښځو پر سفرونو قسمي محدودیت وضع کړي

۱۴۰۰ دی ۵, یکشنبه

طالب چارواکو د يکشنبې په ورځ وويل چې ښځې پرته له نارينه بدرګه کوونکو نور سفر نه شي کولی. د طالبانو د نویو لارښونو له مخې مخې ښځې يوازې د لنډې فاصلې د سفرونو اجازه لري.

https://p.dw.com/p/44qMC
Afghanistan Kabul | Neuer Alltag | Frauenrechte
انځور: Bernat Armangue/AP Photo/picture alliance

دغه مقرره چې طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له خوا وضع شوې ده، د موټرو پر چلوونکو هم غږ کوي چې يوازې هغو مېرمنو ته د سپرلۍ امکانات برابر کړل شي چې اسلامي حجاب يې اغوستی وي. د ياد وزارت وياند، سيد عاکف مهاجر، د فرنسې خبري اژانس ته وويل چې »هغه ښځې چې له ۷۲ کليومترو اوږده سفرونه کوي، که د کورنۍ کوم نژدې نارينه غړی ورسره مل نه وي، بايد د سپرلۍ امکان ونه لري.«

دغه مقرره په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کيږي، او يو څو اوونۍ وروسته له هغه راوځي چې ياد وزارت د افغانستان له تلويزيوني چېنلونو غوښتي دي چې هغه ډرامې او فملونه دې بند کړي چې ښځينه لوبغاړې پکې شاملې وي. د طالبانو دغه وزارت همداراز پر ښځينه تلويزيوني ژورناليستانو غږ کړی چې د اجرا پر وخت دې حجابونه ولري. د طالبانو د امر باالمعرفو او نهی عن المنکر وزارت وياند، سيد عاکف مهاجر اوس دا هم وويل چې حجاب هغو مېرمنو ته هم الزامي دی چې د ترانسپورت په لټه کې وي. د وزارت په مقرره کې دا خبره هم راغلې ده چې په موټرو کې دې د موزيک اورېدل له دې وروسته بند شي.     

Afghanistan Bildergalerie
انځور: Haroon Sabawoon/AA/picture alliance

له حجاب څخه د طالبانو برداشت، چې له زړوکي تر برقعې پورې بېل شکلونه درلودلی شي، معلومه نه ده، په داسې حال کې چې د افغان مېرمنو اکثريت اوس هم زړوکي په سر کوي. سره له دې چې په ۱۹۹۰يمو کلونو کې قدرت ته د رسېدو په پرتله طالبانو دا ځل د نرم دريځ د غوره کولو ژمنه کړې وه، په اګست مياشت کې قدرت ته د رسېدو راهيسې، طالبانو پر ښځو او نجونو بېل قيودات لګولي.

د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې طالب چارواکي په دې ترڅ کې قانع شوي چې ښوونځي بېرته پرانيزي، خو ډېرې نجونې اوس هم له ثانوي زدکړو محرومې دي. د روانې مياشتې په سر کې دغې افراطي اسلامي ډلې د خپل روحاني مشر په نوم يو فرمان خپور کړ چې پکې يې د طالبانو پر حکومت غږ کړی وو چې د ښځو حقونه دې پلي کړي.

د طالبانو په ياد فرمان کې زدکړو ته د نجونو لاسرسي ته هيڅ اشاره نه وه شوې. فعالان هيله لري چې د طالبانو هغه هڅه چې غواړي نړيوال رسميت تر لاسه کړي او مرستې هم بېرته د نړۍ دغه يوه تر ټولو غريب هېواد ته شروع شي، به ښايي د دې پايله هم ولري چې ښځو ته زياته آزادي ورکړل شي. د ښځو حقونو ته درناوی په تکرار سره د بسپنه ورکوونکو هېوادونو له خوا د دې کليدي شرط ياد شوی دی څو مرستې دوام پيدا کړي.

د ښځو حقونه د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې هم ډېر زيات محدود کړل شوي ول. په افغانستان کې هغه مهال ښځې مجبوره وې چې برقعې په سر کړي، له کوره يوازې له يوه نارينه خپلوان سره وتلی شوای او له کار او زدکړو څخه محرومې شوې وې. دا هم په داسې حال کې ده چې طالبانو د نجونو د تعلیم په برخه کې د آسانتیاوو د برابرو ژمنې کړي ترڅو په پایله کې یې نجونې یو ځل بیا خپلې زده کړې پیل کړي، خو تر اوسه هم د نجونو تعلیم یوه له جنجالي موضعاتو څخه شمیرل کیږي او په خپل ځای ناحل شوې پاتې ده.