1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

NSA د مېرکل په اړه تر ۳۰۰ زیات رپوټونه ثبت کړي

دویچه ویله/ سید ریاض۱۳۹۳ فروردین ۱۰, یکشنبه

د امریکا د استخباراتي ادارو د چلند په اړه نوي اسناد ښيي چې څرنگه NSA، په سیستماتیکه توگه د سیاستوالو په اړه معلومات راټول کړي دي. دغې ادارې د آلمان د صدراعظمې په شمول د ۱۲۰ نړیوالو مشرانو په اړه معلومات راټول کړي دي.

https://p.dw.com/p/1BYc8
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمانۍ مجلې «دیر شپیگل» د معلوماتو له مخې د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې یا NSA د ۱۲۰ دولتونو او حکومتونو پر مشرانو باندې په رسمي توگه څارنه کړې ده. په دغه نوملړ کې د آلمان صدراعظمه انگلا مېرکل هم شامله ده. د نوموړې مجلې د رپوټ له مخې یوازې د انگلا مېرکل په اړه تر ۳۰۰ زیات رپوټونه په «داتا بیز» یا د معلوماتو په الکترونکي زیرمه کې ثبت شوي دي. د «دېر شپیگل» د وینا له مخې دوی د متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې د پخواني کارکوونکي ایدوارد سنودن، له لوري د افشا شويو محرمو اسنادو په لاس ته راوړلو توانیدلې ده.

د ۱۲۲ دولتونو او حکومتونو د مشرانو په اړه رپوټونه

د «دېر شپیگل» د رپوټ له مخې د ۲۰۰۹ کال په می میاشتې کې د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې د ۱۲۲ دولتونو او د حکومتونو د مشرانو په هکله معلومات د «الفبا» پر اساس راټول کړي دي.

په دغه ترڅ کې ۱۲ نومونه د بیلگې په توگه فهرست شوي دي. دغه لست د مالیزیا د پخواني لومړي وزیر عبدالله بدوي له نومه د (A) په توري پیلیږي او تر هغې وروسته پکښې د پیرو، سومالیا، گواتیمالا، کولمبیا او همداشان د سپینې روسیې د ولسمشر الکساندر لوکاشینکو، نومونه ثبت شوي دي.

د آلمان د صدراعظمې انگلا مېرکل نوم د انگلیسي (A) تورې لاندې په نهم ردیف کې راغلی دی. د مېرکل تر نامه د مخه د مالیزیا د پخواني ولسمشر آمادو توماني نوم لیکل شوی او وروسته ترې د سوریې د اوسني واکمن بشارالاسد نوم راغلی دی.

د نوموړي لست چې ۱۲۲ نومونه پکښې شامل دي، وروستی نوم د اوکراین د حکومت د پخوانۍ مشرې یولیا تېمو شینکو دی، چې د انگلیسي ژبې د (Y) تر توري لاندې لیکل شوی دی.

د آلمان د فدرالي څارنوالۍ له پاره سند؟

د «دېر شپیگل» مجلې لیکلي دي، دا چې په واقعیت کې د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې، د آلمان د صدراعظمې په اړه معلومات راټول کړي، کیدالای شي د آلمان د فدرالي څارنوالۍ له پاره د دغې قضیې د څیړلو له پاره دا یو سند وي. په کارلز روهه، کې لویه څارنوالي غواړي په دې اړه پریکړه وکړي، چې دغه قضیه د جاسوسۍ فعالیتونو له کبله تر تحقیق لاندې ونیسي او که نه؟

لویه څارنوالي د دوو تورونو په اړه په څیړنو بوخته ده. په لویه کچه په آلمان کې د اتباعو جاسوسي او بل اساسي ټکی د آلمان د صدراعظمې انگلا مېرکل گرځنده تلیفون ته په پټه غوږ نیول دي.

د تیر کال په دوبي کې د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې یوه پخواني کارکوونکي ایداورد سنودن، د دغه ادارې د جاسوسي فعالیتونو څخه پرده پورته کړه، چې د نورو سربیره په نړیواله کچه د مهمو سیاستوالو تلیفوني اړیکو ته په پټه غوږ نیول شوی وو. په دغه ډله کې د آلمان صدراعظمه انگلا مېرکل هم شامله ده. د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د روان میلادي کال د پیل راهیسې خپلو استخباراتي ادارو ته ویلي وو چې پر میرکل باندې څارنه پای ته ورسوي.