1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

NSA هره ورځ ۲۰۰ میلیونه تلیفوني پیغامونه ټول کړي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ دی ۲۷, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو د څارنیزو پراګرامونو لمن پراخه ده. د ګاردین ورځپاڼې یو رپوټ خپور کړی دی چې د امریکا د ملي امنیت استخباراتي ادارې په ټولې نړۍ کې هره ورځ په سلهاو میلیونه د ګرځنده تلیفونونو لنډ پیامونه راټول کړي دي.

https://p.dw.com/p/1Asni
انځور: picture-alliance/dpa

د امریکا د ملي امنیت ادارې یا NSA نه یوازې په ټولې نړۍ کې د خلکو تلیفوني خبرې ثبت کړې دي، بلکه د سلهاوو میلیونه کسانو لنډ تلیفونی لیکلي پیغامونه یا SMS یې څارلي او ثبت کړي دي. بریتانیاوی ګاردین ورځپاڼې او د همدې هیواد څلورم خبري کانال ویلي دي چې NSA د ګرځنده تلیفونو د خاوندانو شخصي معلومات، د ارتباطي شبکو او د هغوی د کریدیت کارتونو معلومات له ځان سره ثبت کړي دي.

د دغو رپوټونو په حواله امریکایي استخباراتو د دیش فایر (Dishfire) تر نوم لاندې د یوه پروګرام په ترڅ کې څه نا څه د امکان تر حده پورې هر څه راټلول کړي دي. د خپرو شویو رپوټونو په حواله امریکا متحده ایالاتو په یوه ورځ کې د ګرځنده تلیفونونو څه نا څه ۲۰۰ میلیونه لنډ لیکلي پیغامونه راټولول.

په خپورو شویو رپوتونو کې راغلي دي چې امریکايي څارنیزو ادارو د ګرځنده تلیفونونو د لنډو پیغامونو د څارلو له لارې د سفر او مالي انتقالاتو په اړه معلومات ترلاسه کول. پر دې سربیره د ناموفقه تلیفوني اړیکو له پاره رسیدلي لنډ پیغامونه هم ثبتیدل چې د ګرځنده تلیفون د خاوند ملګري او اشنایان یې له لارې وپیژندل شي.

معلومات سنودن بربنډ کړي دي

د ګاردین د رپوټ په حواله دغه معلومات هم د NSA د پخواني کارکوونکي ادوارد سنودن له خوا د بربنډو شویو اسنادو پر اساس خپاره شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د کورني استخباراتي سازمان یوه ویاند دغه رپوټونه رد کړي دي او ویلي یې دي چې هغوی پرته د یوه شک له موجودیت څخه اسناد نه راټولوي.

دغه موضوع د امریکا متحده ایالاتو له پاره په یوه نامناسبه وخت کې خپریږي. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر باراک اوباما د جمعې په ورځ د امریکا د استخباراتي سازمامونو د اصلاح په اړه خبرې کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب