1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

غور: د يوه وژل شوي خبريال د کورنۍ درې غړي هم ووژل شول

۱۳۹۹ اسفند ۸, جمعه

وسله والو د يوه وژل شوي خبريال د کورنۍ پر غړو بريد کړی چې درې تنه پکې وژل شوي دي. دغه خبره چارواکو کړې ده.

https://p.dw.com/p/3pycQ
Afghanistan Stadt Chaghcharan
انځور: DW

په دې وروستيو کې په افغانستان کې پر خبريالانو او د مدني ټولنې پر فعالينو باندې بریدونه ډېر شوي دي. د غور د ولايتي شورا غړي، حميدالله متحد، وويل چې د پنجشنبې په ماښام په دغه بريد کې لږ تر لږه پنځه تنه ټپيان شوي هم دي.

وسله والو پکې د افغان ژورناليست او ټولنيز فعال، بسم الله عادل ايماق، پر کور يرغل کړی دی. نوموړی د جنورۍ په لومړۍ نېټه په يوه بريد کې ووژل شو، خو چا يې تر ننه مسؤليت نه دی منلی. د ايماق پر کورنۍ د بريد پړه هم سمدلاسه هيڅ کومې ډلې منلې نه ده.

د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد، د طالبانو ښکېلتيا رد کړې ده. داعش په تېرو مياشتو کې پر بېلابېلو هدفونو باندې د بريدونو پړه منلې ده.

په دسمبر مياشت کې يې د ملالې ميوند د وژلو مسؤليت هم پر غاړه اخيستی وو. د ژورناليستانو او ټولنيزو فعالانو د وژلو دغه کمپاين په داسې مهال کيږي چې افغان حکومت او طالبان په دوحه کې د سولې خبرې کوي. د اکثرو دغسې بريدونو مسؤليت څوک پر غاړه نه اخلي چې افغان خبريالان يې په خپل ځان باندې سانسور، تېښتې يا د خپلو کارونو پرېښودلو ته اړ ويستلي دي.

په دې وروستيو کې ناپېژاندو وسله والو خليل نرمګو هم په ډزو وواژه چې د بغلان په ولايت کې د ژورناليستانو د اتحاديې پخوانی مشر وو. د ملګرو ملتونو په يوه رپوټ کې چې تېره اونۍ خپور شو، راغلي دي چې د رسنيو لږ تر لږه ۱۱ کارکوونکي او د بشري حقونو مدافعين د سپتمبر او جنورۍ مياشتو تر منځ وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت يوه چارواکي چې د نوم د نه ښودلو په شرط يې خبرې کولې، وويل چې په پېښه کې ټپيان شوي پنځه واړه تنه ماشومان دي. د غور والي، نور احمد کوهنورد، بې له دې چې د خپلې ادعا په هکله جزئيات ورکړي، د دغه وسله وال بريد پړه پر طالبانو اچولې ده.

د افغان رسنيو د ملاتړ ټولنې نی د جمعې په ورځ په يوه بيانيه کې ويلي دي چې د افغانستان حکومت بايد پر ژورناليستانو د بريدونو د دغې لړۍ څېړنه وکړي.

ن.ص./ن.ز. (AP)