1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

شولڅ: د اوس له پاره د روسیې د اټومي وسلو د کارونې خطر نشته

۱۴۰۱ آذر ۱۷, پنجشنبه

د آلمان صدارعظم اولاف شولڅ وایي چې پر مسکو نړیوال فشارونه د دې سبب شوي دي چې د اوکراین پر ضد د روسیې په جګړه کې د اټومي وسلو د احتمالي کاریدنې مخنیوی وشي.

https://p.dw.com/p/4KejC
Deutschland Bundeskanzler Scholz trifft Spitzen von Finanz- und Wirtschaftsorganisationen
انځور: Michael Sohn/AP Photo/picture alliance

د آلمان صدارعظم اولاف شولڅ د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د ډسمبر ۸) په یوه مرکه کې ویلي دي چې د نړیوالو فشارونو له امله د اوکراین په جګړه کې د مسکو له خوا د اټومي وسلو د استعمالولو خطر ډیر کم شوی دی.

د اوکراین د جګړې په ارتباط له شولڅ څخه پوښتنه شوې وه چې آیا د هغه په نظر د اټومي وسلو د استعمال خطر لیري شوی دی؟ هغه وویل: «اوس مهال خو موږ یې مخه نیولې ده.»

نوموړي د آلمان له «فونکه رسنیزې ډلې» سره په مرکه کې وویل: «په موقتي ډول یو شی بدل شوی دی، روسیې د اټومي وسلو د استعمالولو ګواښونه بند کړي دي. نړیوالې ټولنې چې د سرې کرښې کومه خبره کړې وه، دا د هغې په ځواب کې شوی دی.»

اوکراین: د ژمي څخه څنګه د وسلې په توګه استفاده کیږي؟

کله چې له شولڅ څخه مسکو ته د حفاظتي ضمانتونو په اړه د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون د شخړیزو څرګندونو په هکله پوښتنه وشوه، نو د آلمان صدراعظم وویل چې د روسیې لومړيتوب باید: «په سمدستي ډول د جګړې ختمول او د خپلو ځواکونو بیرته ايستل اوسي.»

هغه زیاته کړه: «دا صحیح خبره ده، خو پوښتنه دا ده چې بیا موږ د اروپا امنیت څنګه ترلاسه کولی شو. البته موږ حاضر یو چې له روسیې سره په اروپا کې د وسلو د کنترول په هکله خبرې وکړو، موږ تر جګړې مخکې هم دا وړاندیز کړی و او په دې دریځ کې هیڅ بدلون هم نه دی راغلی.»

ولادیمیر پوتین وویل چې د اټومي جنګ خطر مخ پر ډیریدو دی، خو مسکو به په بې پروایئ سره هیڅکله هم دا ډول وسلې ونه کاروي.
ولادیمیر پوتین وویل چې د اټومي جنګ خطر مخ پر ډیریدو دی، خو مسکو به په بې پروایئ سره هیڅکله هم دا ډول وسلې ونه کارويانځور: Mikhail Metzel/SPUTNIK/AFP

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ دا مرکه له درو ګوندونو څخه د تشکیل شوي ګډ حکومت د جوړیدو په لومړۍ کلیزه کې خپره شوې ده.

پوتین وايي «موږ لیوني نه یو»

د چهارشنبې په ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې د اټومي جنګ خطر مخ پر ډیریدو دی، خو مسکو به په بې پروایئ سره هیڅکله هم دا ډول وسلې ونه کاروي. خپل د بشري حقونو شورا په غونډه کې پوتین وویل: «موږ لیوني شوي نه یو، موږ دا خبره درک کوو چې اټومي وسلې څه شی دي.»

شولڅ پوتين له اوکراینه د خپلو ځواکونو د ایستلو په ګډون ديپلوماتيکې حل لارې ته رابللی

هغه زیاته کړه: «له موږ سره دغه منابع (اټومي وسلې) د بل هر اټوم لرونکي هیواد په پرتله ډیر په نوي او عصري بڼه کې موجود دي، خو موږ دغه وسلې د چړې یا تیغ د نمایش په شان ټولې نړۍ ته ښکاره کوونکي نه یو.»

د روسیې ولسمشر وویل چې مسکو به په هغه صورت کې اټومي وسلې استعمال کړي، کله چې پرې د بل لورې نه کومه حمله وشي. پوتین په فیبرورۍ کې پر اوکراین د یوې بشپړې حملې پیلولو امر کړی و چې کرملین ورته د «ځانګړو پوځي عملیاتو» نوم ورکړی و او تر هغې نهه میاشتې وروسته بیا نوموړي دغه څرګندونې کړي دي.

روسیه تر اوسه پورې په دې جګړه کې د خپلو مهمو موخو د ترلاسه کولو په برخه کې ناکامه شوې ده، له همدې امله په دې وروستیو میاشتو کې د پوتن له خوا د اټومي وسلو د کارول کیدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز