1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو له پاره انلاین پوهنتون کې د داخلې تقاضا ډیره شوې

۱۴۰۱ دی ۳, شنبه

په تبعید کې د افغان پنا غوښتونکو له پاره ځانګړي پوهنتون ته، چې د افغان او الماني کارپوهانو په وسیله رامنځته شوی، د افغان نجونو او هلکانو له خوا ورته په لوړ شمیر کې د داخلې ترلاسه کولو غوښتنلیکونه رسیدلي دي.

https://p.dw.com/p/4LOMF
Symbolbild Home Office
انځور: picture-alliance/dpa/M. Wuestenhagen

په المان کې د دې مفکورې مبتکر کامبیز قوامي، د پروتستانت خبري آژانس ته ویلي د کله راهیسې نه چې د ۲۰۱۰م کال په دسمبر میاشت کې د پوهنتون د جوړولو له پاره کنفرانس دایر شوی دی، سلګونو ځوانانو په کې د داخلې له پاره خپله علاقه مندي ښودلې ده.

کامبیز قوامي، د المان په ویسبادن ښار کې د  «World University Service» (WUS) علومو د نړیوالې شبکې د مدیره هیئت کمیټې مشر دی.

هغه وویل: «په افغانستان یا پاکستان او د نورو هیوادونو د مهاجرو په کمپونو کې افغانې نجونې او هلکان نږدې هره ورځ له مونږ څخه پوښتنه کوي چې تدریس کله پيلیږي. همدارنګه ډیر شمیر ښځینه او نارينه کارپوهانو د افغانستان په انلاین پوهنتون Afghanistan Online University کې د تدریس کولو له پاره خپله لیوالتیا ښودلې ده.»

کندهار؛ ښځو ته له کوره د کارکولو زده کړي ورکړل سوي

د هغه په خبره د دې پوهنتون پلان تیار دی او ۷۵ ښځینه او نارينه استادانو په کې د تدریس له پاره خپله امادګي ښودلې ده. یوازې مالي امکانات شتون نه لري. قوامي د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې د ۵۰۰۰ محصلینو ته د تحصیلي امکاناتو په خاطر په کالني حساب ۳۰ میلیونه یورو ته اړتیا ده.

د اروپا پارلمان د اپریل په میاشت کې د اروپایي اتحادیي له کمیسیون څخه د ملاتړ غوښتنه کړې وه، خو تر اوسه پورې یي ځواب نه دی ترلاسه کړی.

قوامي زیاته کړه، که څه هم د المان حکومت په افغانستان کې د ابتدایي ښوونځیو ملاتړ کوي، خو د دې پوهنتون له پاره ورسره هیڅ ډول ژمنه نه ده شوې. د هغه په خبره د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان له پاره اصلاً هیڅ مالي امکانات نه دي برابر کړي: «په هغه صورت کې چې د دې پوهنتون د تمویل امکانات ولرو، کولی شو سمدلاسه یي فعاله کړو.»

ښوونځي په کور کې؛ په خوست کې د تلویزیون له لارې تدریس

د دې مفکورې د مبتکر قوامي په خبره ټاکل شوې ده دغه پوهنتون په ځانګړي توګه د انساني او ټولنیزو علومو لکه سیاسي علومو، فلسفه، اقتصاد او ژورنالیزم په رشتو کې چې د طالبانو له خوا په ځانګړي توګه د ښځو له پاره منع شوي دي، تحصیلي امکانات رامنځته کړي. په افغانستان کې یوازې د تخنیکي او اسلامي علومو(د طالبانو د تعبیر په اساس) د تحصیل امکانات شتون لري.

د قوامي په خبره دا چې ډیر شمیر استادان له افغانستان څخه وتلي دي د تحقیق او علومو سطحه ډیره ټيټه شوې ده. سربیره پر دې انلاین پوهنتون کولی شي ډیر شمیر ځوانان راتلونکي ته هیله مند کړي او په دې توګه د طالبانو تر دورې وروسته وخت کې د یوه دیموکراتیک افغانستان په رامنځته کولو کې خپله ونډه ولري.

طالبانو د تیر کال په اګست میاشت کې د واک تر نیولو وروسته په افغانستان کې په ځانګړي ډول زده کړو ته د نجونو لاس رسي په شدید ډول محدود کړ. په دې وروستو کې د تیرې سه شنبې په ورځ په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز لګولو پریکړه په هیواد کې دننه او نړیواله کچه له شدیدو انتقادونو سره مخامخ شوې ده.

aa, ns (edp)