1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پیکاسو یوه نقاشي په ۱۰۳ مليون ډالرو وپلورل سوه

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۵, شنبه

د هسپانوي نقاش پابلو پیکاسو د نقاشۍ یوه تابلو په نیویارک کي د يو ليلام په ترڅ کي په ۱۰۳،۴ میلیون ډالرو خرڅه سوه. ددغي تابلو خاوند اته کاله مخکي په لندن کي د یوه لیلام په ترڅ کي هغه په ۴۴،۸ میلیونه ډالرو رانیولې وه.

https://p.dw.com/p/3tRBN
 Bild "Sitzende Frau am Fenster" von Pablo Picasso
انځور: Kirsty Wigglesworth/AP Photo/picture alliance

د پیکاسو د « کړکۍ څنگ ته ناسته یوې ښځي  (Marie-Thérèse) « تابلو چي په ۱۹۳۲ م کال کي بشپړه سوې وه ، د پنجشنبه په ورځ په نیویارک کي په ۱۰۳،۴ میلیونه ډالرو په ارزښت چی د ۸۵،۴ میلیونو یورو سره معادلي دي ، په خرڅلاو ورسیده. ددغي تابلو پر سر د خرڅلاو سیالي د ۱۹ دقیقو په ترڅ کي ۹۰ میلیونه ډالرو ته ورسیده چي د رانیوونکي شخص له پاره د کمیشن په ورکولو سره په ۱۰۳،۴ میلیون ډالرو تمامه سوه.

د دغي تابلو پخواني خاوند هغه اته کاله مخکي په لندن کي د یوې بلي سیالۍ په ترڅ کي په ۲۸،۶ میلیونه انگیسي  پونډ چي د ۴۴،۸ میلیونو ډالرو معادل دي ، رانیولې وه. تر اوسه پوري د پیکاسو پنځه اثرونه له ۱۰۰ میلیون څخه په اضافه پیسو پلورل سوي دي.

Kunstmarkt Pablo Picasso Les femmes d'Alger version O
د الجزایري ښځو په نامه د پیکاسو اثرانځور: Dominic Lipinski/empics/picture alliance

د »الجزایري ښځو« په نامه د پیکاسو بل اثر په ۲۰۱۵ م کال کي په تر ټولو لوړ قیمت یعني  ۱۷۹،۴ میلیونو ډالرو خرڅ سوی دی.

د » کړکۍ څنگ ته ناسته یوې ښځي« د تابلو خرڅلاو او د پیکاسو د آثارو له پاره د دومره زیاتو پیسو ورکول دا ښیي چي د کرونا د پاندیمي سره سره د هنري آثارو ارزښت راکم سوی نه دی او لایې هم ارزښت ډیر سوی دی. 

د وروستي ځل له پاره په ۲۰۱۹ م کال کي د »غنمو د کروندې« په نامه د فرانسوي نقاش ، کلود مونه یوه هنري اثر وکولای سول ، په نیویارک کي تر ۱۰۰ میلیونه ډالرو ارزښت په درلودو سره د خرڅلاو یوې سیالۍ ته لاره پیدا کړي.

آ./ګ.پ./ا.ا.