1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

«په خپلوانو کې ودونه د جنتيکي ناروغيو خطر ډېر لوړوي»

۱۴۰۰ بهمن ۲۰, چهارشنبه

ساينس پوهان وايي له خپلوانو سره ودونه د جنتيکي بدلونونو سبب ګرځي چي دا کار د ماشومانو د معلوليت باعث کيږي. خو بيا هم دغه ټولنيز دود په پاکستان کي په پراخه پيمانه دوام لري.

https://p.dw.com/p/46j0s
Symbolbild | Indien Kinderehe
انځور: Getty Images

د پاکستان تر ولکې کشمیر کې ۵۶ کلن غفور حسين شاه ښوونکی او د اتو اولادونو پلار دی. په پاکستان کې د قبایلي دودونو پر اساس، هغه هم غواړي چې اولادونه یې په کورنۍ کې واده کړي.

خو هغه په خپلوانو کې د ودونو په پايله کې په زيږيدلو ماشومانو کې د بالقوه جنتيکي ناروغيو په لوړ خطر خبر دی. نوموړي په ۱۹۸۷م کال کې د خپل کاکا له لور سره واده کړی وو او درې اولادونه یې له اختلالاتو کړيږي.

هغه له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې د يوه زوی مغزو یې نورماله وده نه ده کړې. يوه لور یې په خبرو او بله یې په اوریدو کې ستونزه لري.

شاه وويل: «ستره پښيماني مې داده چې هغوی زده کړې ونه کړای شوې. زه یې په اړه تل انديښمن يم.... زما او د مېرمنې تر مرګ وروسته به یې څوک ساتي.»

د جنتيکي اختلالاتو پر خطرونو سربيره د شاه په خبره د خپلوانو يعني د کاکا، عمه، ماما او خاله د اولادونو ترمنځ ودونو د منلو له پاره ډېر ټولنیز فشارونه موجود دي. هغه څوک په کورنۍ کې د خپلو اولادونو له ودولو انکار کوي له دې خطر سره مخ کيږي چې کورنۍ یې يوازې پريږدي.

شاه وويل چې دی هم بايد خپل يو زوی او دوې لوڼې په خپلوانو کې واده کړي. د هغه په کورنۍ کې د وينې ناروغۍ، د زده کړې معيوبيت، ړوندوالی او کوڼوالې شتون لري. هغه زياتوي ډاکتران وايي چې د دې علت ښايي له خپلوانو سره د نسل زياتول يعني په کورنۍ کې واده وي.

د پاکستان د «جنتيکي بدلون» ستونزه

په پاکستان کې د « genetic mutations» يا جنیتکي بدلونو په اړه د ۲۰۱۷م کال د يوه رپوټ په حواله د پاکستان د نفوس «متنوع ترکيب» چې د «وينې ګډون» پکې ډېر لوړ دی، د جنتيکي اختلالاتو د ډېريدو باعث ګرځي.

دغه رپوټ په پاکستان کې د «جنتيکي تغيراتو» په اړه د معلوماتو زيرمه معرفي کړې چې بېلا بېل جنتيکي تغيرات پيژني، لارې یې تعقيبوي او دا چې هغه د کوم اختلال يا ناروغۍ باعث ګرځي.

د معلوماتو د دې زېرمې په حواله په پاکستان کې په موندل شويو تر ۱۳۰ جنتيکي اختلالاتو کې تر ۱۰۰۰ ډېر جنتيکي بدلونونه ثبت شوي دي.

هما ارشاد چيمه چې د جنتيکي ناروغيو متخصصه د ماشومانو ډاکتره ده، دويچه ويله ته وويل چې پاکستان په خپلوانو کې د ودونو له کبله د جنتيکي ناروغيو او اختلالاتو ډېر دروند بار پر اوږو لري.

Afghanistan Mitglieder der Life Foundation
په پاکستان کې دمګړۍ د وينې د تلسيميا ارثي ناروغي يا جنتيکي اختلال دېر عام دی.انځور: DW

هغې وويل چې ځيني ځانګړي اختلالات په ځانګړو قومونو او يا ذات پورې تړل کيدلی شي چې خپل منځي ودونه پکې ډېر عام دي.

په پاکستان کې دمګړۍ د وينې د تلسيميا ارثي ناروغي يا جنتيکي اختلال دېر عام دی. چيمه وايي چې په پاکستان کې په ماشومانو کې د ارثي ناروغيو د معلومولو له پاره تر زيږون مخکې جنتيکي تېستونه او معاينې په پراخه کچه نه ترسره کيږي. همدا راز روغتيايي مرکزونه د جنتيکي اختلالاتو د درملنې وړتياوې هم نه لري.

خو ولې بيا هم په خپلوانو کې ودونه دوام لري؟

کراچۍ ميشت روغتيايي کارپوه سراج الدوله وايي چې په پاکستان کې له خپلوانو سره د واده دود له اسلامي مذهبي عقیدې سره اړخ لګوي.

هغه له دويچه سره په خبرو کې وويل: «ما له ديني عالمانو څخه وغوښتل چې د جنتيکي ناروغيو په اړه پوهاوی رامنځته کړي او ورته مې وویل چې خلکو ته دا تشريح کړي چې له خپلوانو سره ودونه د ارثي ناروغيو په ډېريدو کې نقش لري.»

«د انجونو له پاره تر ټولو بدترين هيواد پاکستان دی»

خو هغه وايي چې له کومو عالمانو سره چې یې خبرې کړې وې هغوی له دې څخه انکار وکړ او وېې ويل چې دغه ډول ودونه د شرعي قوانينو سره سمون لري او اسلام د پيغمبر پر سنت برابر دي.

په پاکستان کې د ذات او کورنيو او قبايلي سيسټمنه ډېرې ژورې رېښې لري. د چيمه په خبره د پنجاب ايالت په خلکو کې په ځانګړي توګه د ذات يا نسل سيسټم ډېر کلک او نه بدلیدونکی دی چې له کبله د خپلوانو ودونه ډېر دي. هغه وايي له همدې کبله يو شمير جنتيکي اختلالات په دې ټولنه کې موندل کيږي.

د پاکستان په بلوچستان او سند ايالتونو او همدا راز د دغه هيواد په شمال ختيځو برخو کې قبايلي سيسټم د کورني ژوند لارښود دی.

د روغتيايي چارواکو غبرګون

د ۲۰۲۰م کال په مارچ مياشت کې د پنجاب ايالتي حکومت يوه کاري ډله رامنځته کړه چې موخه یې د جنتيکي ناروغيو مخنيوی وو. د لاهور د ماشومانو روغتون اوس د آلمان د «CENTOGENE» شرکت او د نورو نړيوالو سازمانونو په همکارۍ د ماشومانو له پاره د وړیا جنتيکي معاينانو زمينه برابره کړې ده.

چيمه وايي چې تر زيږون مخکې معايناب به له والدينو سره ډېره مرسته وکړي او د خطرناکو اختلالاتو يا ناروغيو په صورت کې به هغوی وکولی شي پريکړه وکړي چې آيا حمل له منځه يوسي او که څنګه.

خو روغتيايي کارپوه سراج الدوله وايي چې د خلکو د اذهانو د بدلولو له پاره بايد ډېر څه ترسره شي. هغه وويل: «په ديني مسئلو کې خلک ړوند باور لري او هغوی هيڅ ډول منطق ته غوږ نه نيسي.» خو هغه زياتوي: «که حکومت له ټولو ديني عالمان وغواړي چې د جنتيکي اختلالاتو د ډېريدو او په خپلوانو کې د ودونو په اړه پوهاوی خپور کړي نو ښايي ډېر پاکستانيان ورته يو څه پاملرنه وکړي.»

ب. ص/ ن. ز (S. Khan)

زموږ له آرشيف څخه: