1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: پوليسو ۵۰ تنه د مندرد ورانولو په تور نيولي

۱۴۰۰ مرداد ۱۶, شنبه

پاکستاني پوليسو ۵۰ تنه د هندوانو د يوه معبد د ورانولو په تور نيولي دي. د پوليسو په خبره په ۱۰۰ نورو کسانو پسې لټون لا دوام لري.

https://p.dw.com/p/3ygEI
Pakistan Rawalpindi  Hindu Tempel Vandalismus
انځور: Anjum Naveed/AP Photo/picture alliance

د پنجاب آيالت په بهونګ ښار کې د چارشنبې ورځې دغه بريد وروسته له هغه وشو چې د ځوانو هندو هلکانو له خوا يوه مذهبي ښوونځي ته د سپکاوي تورونه لګول شوي ول. يوې قهرېدلې ډلې د هندوانو مندر ته اور ورته کړ او بتان يې پکې هم مات کړل. مسلمانان او هندوان په اصل کې په سوله يز ډول په اکثريت مسلمان هېواد پاکستان کې ژوند کوي، خو په دې وروستيو کلونو کې د هندوانو پر مندرونو باندې حملې هم شوې وې. د پاکستان ډېری هندوباوره وګړي په ۱۹۴۷ کال کې هند ته کډه شول کله چې هند د بريتانويانو له خوا ووېشل شو.

جام غفار چې د سيمې د پوليسو مشر دی، ويلي چې آرامي هغه وخت بېرته تامين شوه چې اضافي پوليس او نيمه پوځي ځواکونه سيمې ته واستول او په نورو شکمنو عاملينو پسې لټون پيل شو. رامش کومار چې د هندوانو د ټولنې يو ځايي مشر دی، وويل چې تر بريد وروسته په لومړي سر کې د پوليسو ورو غبرګون د هغوی معبد ته اوښتي خسارات لا پسې ډېر کړي دي. د بهونګ ښار دغه ناکرارۍ هغه مهال پيل شوې چې يو اته کلن هندوباوره هلک ونيول شو ځکه چې د يوه ښوونځي په کتابتون کې چې مذهبي کتابونه پکې ول، يې پر يوې قالينې باندې متيازې وکړې. قهريدلو خلکو ادعا کوله چې دغه هلک مقدساتو ته سپکاوی کړی چې دغه جرم په پاکستان کې د مرګ سزا هم له ځان سره لرلی شي.   

NS/GP/AG