1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې دوه نارینه پر اعدام محکوم شوي

۱۴۰۰ فروردین ۱, یکشنبه

پاکستان کې دوه نارینه د جنسي تيري جرم په تړاو پر اعدام باندې محکوم شوي دي. دغو کسانو تیرکال د پاکستان د ېوې لويې لارې په غاړې پر يوې ښځې جنسي تيری کړی وو چې د دغه هیواد په سطحه يې پراخ اعتراضونه له ځانه سره درلودل.

https://p.dw.com/p/3qw45
Pakistan | Todesurteil im Prozess gegen Vergewaltiger
د آرشيف انځورانځور: Arif Ali/AFP/Getty Images

له لاهور څخه د رويټرز خبري آژانس ليکي چې دغه کسان چې نومونه يې عابد ملحي او شفقت حسین ښودل شوي، د شنبې په ورځ پر اعدام محکوم شوي دي. په لاهور کې د يوه قاضي له خوا په يوه لیکل شوي حکم کې راغلي چې دغه دوه نارینه په جنسي تيري، اختطاف، غلا او تررويستي جرمونو باندې محکوم شوي دي.

دغو کسانو پر يادې ميرمنې په تیر سپتمبر کې د پنجاب ایالت د یوې لويې لارې پر سر هغه مهال جنسي تیری کړی وو چې د ميرمنې موټر پر لاره تيل خلاص کړي ول. په خبر کې زیاته شوې چې هغه مهال له دغې ميرمنې سره د هغې دوه ماشومان هم مله ول.

په پاکستان کې د دا ډول خطرناکو قضيو د يوې لړۍ تر پيښيدو وروسته خلک واټونو ته راووتل او پر اعتراضونو يې لاس پورې کړ. دوی ويل چې پاکستان د ښځو او ماشومانو د لا خوندي ساتلو له پاره قانوني اصلاحاتو ته اړتیا لري.

پاکستان په دسمبر مياشت کې د جنسي تيري د يو نوی قانون په جوړولو سره، يوه ځانګړې محکمه رامنځ ته کړه تر څو د جنسي تیري قضيو څيړنو ته سرعت وروبخښي او د هیواد په سطحه جنسي مجرمان راجستر کړي.

رؤف وټو، چې په دغې قضيه کې يو له رسمي مدافع وکیلانو څخه دی رويټرز ته وویل چې دغه دوه کسان پر اعدام، جريمې او د جایداد پر ضبطیدو باندې محکوم شوي دي.

د بشري حقونو کمپاينران وايي چې ډيری وخت خلک د مجرم پر ځای د جنسي تيري قربانيانو ته ګوتې نيسي او په دا ډول پيښو کې په خپله قربانیان ګرم ګڼي. دوی وايي دغه دود ته باید د پای ټکی کيښودل شي.