1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: تر ۲۰۳۰م کاله به نږدې هر دریم موټر الکتریک وي

۱۴۰۰ آذر ۶, شنبه

د پاکستان حکومت د الکتریک موټرو شمیر د زیاتولو تګلارې عملي کولو په لړ کې پلان لري چې تر ۲۰۳۰م کاله پورې باید په دغه هیواد کې نږدې هر دریم موټر الکتریک وي. حکومت پر دغو موټرو مالیه هم کمه کړې ده.

https://p.dw.com/p/43Z2I
Pakistan Der Schnellstraßenteil des KKH-Projekts
انځور: picture-alliance/Xinhua/L. Tian

پاکستاني سوداګر نوابزاده کلام الله خان، د ډیرې مودې راهیسې په دې هڅه کې و چې خپل پترولي موټرې خرڅ او په بدل کې الکتریک یا په اصطلاح په الکترونیکي بتریو چلیندونکي موټرې وپيري. خو د دغو موټرو د بیو د لوړوالي له امله یې دا کار نه شو عملي کولی. سږ کال په جولای کې د پاکستان حکومت د الکتریک یا بریښنايي موټرو پر واردولو ټکس یا مالیه کمه کړه.

تر دې اعلان وروسته دغه ۲۹ کلن سوداګر د الکتریک موټرو فرمایش ورکړ. د خان په خبره: «د هوا مخ پر ډیریدونکي ککړتیا ته په کتلو سره یو چا خو باید د چاپیریال دوسته موټرو د پيرلو په هکله فکر کړای وای، او مونږ همداسې وکړ.» د خان په وینا پر الکتریک موټرو د تیل یا پترولو چلیدونکو موټر په پرتله ۵ چنده کم مصرف راځي.

پاکستان کې د هوا شدیده ککړتیا

د پاکستان لوی ښار د هوا له شدیدې ککړتیا سره مخامخ دی. په دې وروستیو کې لاهور د نړۍ تر ټولو ککړ ښار وبلل شو. د چارواکو په حواله د پنجاب ایالت په فضاء کې ۴۰ سلنه د هوا ککړتیا له موټرو څخه د خارجیدونکي لوګي له کبله رامنځته شوې ده.

پاکستان دوه کاله مخکې د زرغونې پالیسۍ اعلان کړی و. د دې تګلارې مطابق تر ۲۰۳۰م کاله پورې باید د پاکستان پر سړکونو د الکتریک موټرو شمیر ۳۰ سلنې ته لوړ شي او تر۲۰۴۰م کاله پورې دغه رقم باید ۹۰ فیصدو ته لوړ شي.

دا هغه وخت ممکن کیدلی شي چې د الکتریک موټرو پيرل د عامو خلکو له وسه بهر نه وي. حکومت پر الکتریک موټرو او د هغې پر سپیرپارټس یا پرزو تر ډیرې اندازې مالیه کمه کړې ده.

د مالیې کمول

د پاکستان حکومت د توسعوي مهندسۍ هیئت د عمومي مشر عاصم ایاز، په حواله په پاکستان کې پر جوړیدونکو الکتریک موټرو لګول شوې ۱۷ سلنه مالیه نږدې صفر ته را ټیټه کړای شوې ده. همدا رنګه له بهر څخه پر واردیدونکو موټرو مالیه له ۲۵ فیصدو څخه د یوه کال له پاره ۱۰ سلنې ته را ټیټه شوې ده.

د الکتریک نقلیه وسایلو او د هغو د پرزه جاتو د سوداګرۍ ټولنې مشر شوکت قریشي وایي چې د ماليي کمولو له برکته د کوچنیو الکتریک موټرو واردونکي تر۵۰۰ زره کلدراې پورې سپمولی شي.

تر اوسه پورې دا واضحه شوې نه ده چې تر دې اعلان وروسته پاکستاني سوداګرو تر اوسه پورې په کوم شمیر کې د الکتریک موټرو فرمایش ورکړی دی.

خو د قریشي په خبره هغه یو شمیر داسې کسان پیژني چې د الکتریک موټرو فرمایش یې ورکړی دی. پخپله قریشي چې د موټرو یو بارګین هم لري له چین څخه ۱۰۰ کوچني الکترونیکي موټرې غوښتي دي او په راتلونکي کې هم غواړي هره میاشت د سلو موټرو فرمایش ورکړي.

د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر پاکستان هم د الکتریک موټرو د خریدارۍ له پاره په بشپړ ډول اماده نه دی. د دغو موټرو د بیو لوړوالی، د چارجولو د آسانتیاو کمښت او د دغو موټرو د راتلونکي په هکله د بی باورۍ حالت هغه عوامل دي چې پاکستان تر اوسه پورې د بريښنایي موټرو د خریدارۍ په برخه کې زړه نا زړه دی.

په عین وخت کې د موټرو د چارجولو د دستګاو کمښت یوه لویه ستونزه ده. یوازې په لویو ښارونو کې په څو ځایونو کې د چارجولو سټیشنونه موجود دي.

خو عاصم ایاز هیله مند دی چې د مالیې کمول یو هڅوونکی اقدام دی او له دې سره به په پاکستان کې د موټر صنعت په برخه کې به ۲۰ زره کسانو ته د روزګار زمينه هم مساعده شي.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح