1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: په ټيک ټاک کي يوه مشهور ځوان ځان په ناپامۍ کي وژلی

۱۴۰۰ اردیبهشت ۳۰, پنجشنبه

په خيبر پښتونخوا کې يو ځوان د ټيک ټاک ټولنیزې شبکې له پاره د ويديو ثبتولو پر وخت ځان وژلی دی. دغه ځوان په ويديو کې د ځان وژنې تمثيل کاوه خو نه پوهيد چې توپانچې یې مرمۍ درلودله.

https://p.dw.com/p/3tg6K
Mobile App TikTok
انځور: picture-alliance/dpa/J. Kalaene

د سيمه ایزو پوليسو په حواله ۱۹ کلن حميدالله چې په ټولنیزو رسنيو کې ډېر مشهور وو، د ځان وژنې د تمثيل پر وخت د خپل دوست توفانچه پر خپل سر ايښې وه او فاير یې کړی وو. هغه نه پوهید چې توپانچه ډکه وه.

د خيبر پښتونخوا د سوات سيمې د پوليسو يوه ځايي مشر حضرت بادشاه د پېښې په اړه وويل: «نوموړی ځوان ځای پر ځای ومړ.»

د پوليسو له خوا زياته شوې چې که څه هم چې د پېښې دغه ويديو ټیک ټاک ته نه ده پورته شوې، خو د دوستانو ترمنځ يو بل ته ليږدول شوې ده او ډېره ژر تر ليرې خپره شوې ده.

حضرت بادشاه د فرانسې خبري آژانس ته ویلي: «دا ځوان په سیمه کې ډېر مشهور وو او پر ټېک ټاک يې ډېر فعاليت درلود.»

دې ۱۹ کلن ځوان تر ۸۰۰۰ ډېر مینه وال يا تعقيبوونکي درلودل او تر اوسه يې پر ټېک ټاک کابو۶۰۰ ويديوګانې خپرې کړې وې.

د هغه ډېري ويديوګانو د دوستانو سره د کرېکټ د لوبې او يا د سوات د ښکلې درې د ژوند او منظرو په اړه وې.

د دې ځوان د مړېنې پېښه په پاکستان کې د ټولنیزو رسنيو له پاره د ويديوګانو د ثبتولو پر وخت د وژل کيدو لومړی پېښه نه ده، بلکې په دغه هيواد کې تر دې مخکې هم ځوانان د خپلو مينه والو د شمير زياتولو په موخه د خطرناکو ويديوګانو ثبتولو پر وخت مړه شوي دي.

په کراچۍ کې تېر کال يو امنيتي ساتونکی هغه وخت ووژل شو چې د ټېک ټاک د يوې ويديو له پاره یې د خپل ټوپک سره لوبې کولې. همدا راز په جنورۍ میاشت کې يو بل ځوان د ټولنیزو رسنيو د يوه اپليکشن له پاره د يوې صحنې ثبتولو پر وخت اورگاډي وواهه او مړ شو.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه: