1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د افغان مهاجرو بايوميتريک معلومات ټولوي

۱۴۰۰ شهریور ۳۱, چهارشنبه

پاکستان د افغان کډوالو د هويت تائيدولو او بايوميتريک معلوماتو په ټولو لاس پوری کړی دی. دا اقدام د افغان مهاجرو د څارنې د سختیدو په توګه انګیرل کیږي چې له لسیزو راهیسې هلته ژوند کوي.

https://p.dw.com/p/40eyX
Pakistan Flüchtlinge aus Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

د پاکستان د نفوس د ثبت او احوال اداره « NADRA» په دغه هيواد کې د هغو۱،۴ ميليونو افغان مهاجرو په اړه ارقام راټولوي چې راجستر شوي دي او په ۲۰۰۷م کال کې ورته د ثبت د تصديق «PoR» په نامه کارتونه ورکړل شوي دي. په دې ارقامو کې د دغو افغانانو د وړتياو او زده کړو په اړه معلومات شامل دي.

د معلوماتو د ارزونې دا پروسه ښايي د ۲۰۲۲م کال په اپريل مياشت کې بشپړه شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې «يو ان ايچ سي آر» وياند بابر ملک د چهارشنبې په ورځ وويل: «دا لومړی ځل دی چې مهاجرو ته به سمارت يا ځېرک کارتونه جاري کړل شي.»

د حکومت په حواله په پاکستان کې دمګړۍ تر دريو ميليونو زيات افغان کډوال ميشت دي چې تر نيمايي ډېر یې اسناد نه لري.

پاکستان نه غواړي نور افغان مهاجر ومني

پاکستان په دې وروستيو کې په وار وار سره ويلي دي چې د نورو مهاجرو د ځایولو وړتيا نه لري او پاکستاني چارواکو هغه په سونه افغانان بيرته خپل هيواد ته استولي چې د طالبانو له خوا د کابل تر نيول کيدو وروسته د ځمکۍ له لارې دغه هيواد ته اوښتي ول.

پاکستان په ماضي کې په څو ځلي د افغان مهاجرو بيرته خپل هيواد ته د استولو اعلان کړی وو خو دا پريکړې هیڅکله هم نه دي عملي شوي او د بیرته استولو له پاره ټاکل شوي مهلتونه تل غځول شوي دي.

په ۲۰۱۸م کال کې لومړي وزير عمران خان هغو افغانانو ته د تابعيت د ورکړې اعلان وکړ چې په پاکستان کې زيږيدلي وي. خو د چارواکو په حواله په دې برخه کې له وخت راهیسې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.

ب. ص/ ن. ز (dpa)

زموږ له آرشيف څخه: