1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني طالبانو د سولې د خبرو له پاره اوربند تمديد کړی

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۲, پنجشنبه

پاکستاني طالبانو له حکومت سره د اوربند د تړون موده غځولې څو د سولې خبرې اترې ترسره شي. پاکستاني طالبانو په دې وروستيو کې خپلو بريدونو ته زور ورکړی وو. زیاته شوې چې د مذاکراتو زمینه طالبانو برابره کړې ده.

https://p.dw.com/p/4BAV2
Pakistan Waziristan Soldaten im Shawal Tal
آرشیف انځورانځور: Getty Images/AFP

د وسله والو دوو سرچينو د فرانسې خبري آژانس ته ويلي چې تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي ډله پر دې سلا شوې چې د کوچني اختر په مناسبت  شوی اوربند اوس د مې میاشتې تر ۱۶مې نيټې پورې وغځيږي.

هغه ليک کې چې د اوربند په تړاو کې پکې سپارښتنه شوې او د فرانسې خبري آژانس ليدلی دی، جنګیالو ته ویل شوي چې »د مشرتابه له خوا نیول شوی تصميم باید تر پښو لاندې نه کړي.»

دواړو سرچينو ویلي چې د پاکستاني منځګړو يوې ډلې افغانستان ته سفر کړی دی څو د ټي ټي پي له مشرتابه سره وګوري. زياته شوې چې د دې خبرو اترو زمينه افغان طالبانو برابره کړې ده. د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

پاکستاني طالبانو د خبرو د پیل له پاره شرط ایښی دی

په افغانستان کې د تېر میلادي کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدو راهيسې د تحريک طالبان پاکستان ډلې پر حکومتي ځواکونو خپل بريدونه ډېر کړي دي.

د پاکستان حکومت هم پر افغان طالبانو د تحريک طالبان پاکستان غړيو او نورو وسله والو ته د پټنځايونو د ورکولو او د هغوی د تشويقولو تورونه لګوي او وايي چې وسله وال د پاکستان او افغانستان ترمنځ له پولې څخه تیريږي او په پاکستان کې عمليات ترسره کوي.

 پاکستان وايي د افغانستان له خاورې ترهګریز بریدونه کیږي

د پاکستان حکومت تېر کال هم د يوه مياشتني اوربند په ترڅ کې له ټي ټي پي ډلې یا پاکستاني طالبانو سره د سولې يوه تړون ته د رسېدو په موخه خبرې اترې ترسره کړې خو دغه مذاکرات بريالي نه شول. 

په اسلام آباد کې حکومت په کابل کې واک ته د طالبانو تر رسېدو راهيسې تل د افغانستان له لوري پر خپله خاوره د بريدونو په اړه شکايت کوي چې دې کار د افغان طالبانو د ادارې او پاکستان ترمنځ ديپلوماتيکي ترنګلتياوې هم رامنځته کړي دي.

پاکستان طالبانو ته د اورپکو په اړه خبرداری ورکړ

تيره مياشت طالب چارواکو هم ويلي ول چې په ختیځ کونړ ولايت کې د پاکستان يوه هوايي برید ۴۷ کسان وژلي دي. هغه وخت د پاکستان حکومت پر دې بريد کومه تبصره ونه کړه خو دا يادونه یې وکړه چې په کابل کې واکمنان د وسله والو د بريدونو د مخنيوي له پاره بايد خپل سرحدونه خوندي کړي.

خو افغان طالبانو دا يو «ظالمانه» بريد بللې وو «چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دښمنۍ ته لاره هواروي.»

په مارچ مياشت کې د داعش ډلې يوه ځانمرګي بريد ګر چې د پاکستاني چارواکو په حواله يو افغان وو، د پېښور په يوه جومات کې ۶۴ کسان ووژل.

ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی وو چې په افغانستان کې وسله والې ډلې «د تېرې نزدې مودې د بل هر وخت په پرتله له ډېرې آزادۍ برخمن دي.»

ب. ص/ خ. ح (AFP)