1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په کويټه کي د زوروري چاودني هدف چينايان ول»

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲, پنجشنبه

په کويټه کي سخته چاودنه سوې ده. د یوه لوکس هوټل په پارکینګ کي بمي چاودني ډیریو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې. د برید مسؤلیت طالبانو پر غاړه اخیستی.

https://p.dw.com/p/3sM3y
Pakistan, Quetta I Explosion in Luxushotel
انځور: Stringer/REUTERS

د پاکستان په کویټه ښار کي د یوه لوکس هوټل په پارکینګ کي د یوې چاودني په نتیجه کي لږ تر لږه څلور کسان وژل سوي. د پولیسو چارواکي محمد منیر د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چي لږ تر لږه ۱۲ کسان نور ټپیان سوي هم دي. د هغه په خبره دغه بم په یوه موټر کي ځای پرځای سوی وو.

هغه زیاته کړې ده چي تر چاودني وروسته اور هم لګیدلی. سیمه ایزو رسنیو خبر ورکړی دی چي اطفائیه او ژغورونکې عمله د پیښي ځای ته رسیدلې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ویلي: «د برید هدف په اسلام آباد کي د چین سفارت تر مشرتابه لاندي یو چینايي هیئت وو چي د چاودني پر مهال يې په هوټل کي حضور نه درلود.»

Pakistan, Quetta I Explosion in Luxushotel
انځور: Stringer/REUTERS

د بريد مسؤليت د پاکستان تحریک طالبان ډلي پر غاړه اخیستی دی. دغي ډلي د واتس اپ په يوه پيغام کي ليکلي دي چي د برید هدف لوړ پوري چارواکي ول.

نوموړي ډلي تر ۲۰۱۴م کاله پوري په پاکستان کي بې شمیره بریدونه کړي. همدارنګه یې په تیرو وختو کي په پاکستان کي چینايي اتباع هم تر بریدونو لاندي راوستلي، وژلي او یا هم تښتولي دي.

چین د وریښمو لاري پروژې په چوکاټ کي ۶۲ میلیارده ډالره د پاکستان د برېښنا او ترانسپورت په  برخه کي سرمایه ګذاري کړې ده. په دې ډول پیکنګ غواړي د یوې لنډي مځکنۍ او سمندري لاري د منځني ختیځ، اروپا او افریقا بازارونو ته لاره پیدا کړي.

په مجموعي ډول په تیرو کلونو کي په پاکستان کي زورزیاتی د پام وړ لږ سوی دی. د دغه هيواد پوځ له ۲۰۱۴م کال راهیسي وسله وال ياغيان د څو عملیاتو په ترڅ کي پر شما وتمبول.

 

PG/NZ/AG