1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاشمالی امریکا

طالبانو د کندهار د پنجوايي ولسوالي هم ونیوله

۱۴۰۰ تیر ۱۳, یکشنبه

د پنجوايي ولسوال نن د فرانسې خبري آژانس ته ویلي، چي تر سختو جنګونو وروسته تیره شپه حکومتي امنیتي قواوي د دغي ولسوالۍ څخه وتلي او دغه ستراتیژیکي ولسوالي د طالبانو لاس ته ورغلې.

https://p.dw.com/p/3w0Qp
Nato Truppen verlassen Afghanistan
انځور: Javed Tanveer/AFP/Getty Images

د کندهار د ولایتي شورأ رییس، سیدجان خاکریزوال هم د پنجوايي سقوط تاييد کړی، خو پر پوځ یې تور لګولی، چي «قصداً» یې د ولسوالۍ څخه ځواکونه ایستلي دي.

پنجوايی د کندهار ښار ته ډیره نژدې پرته ولسوالي ده. طالبانو په پخوانیو کلونو کي څو واري کوښښ کړی ؤ، چي هغه ونیسي.

د تیري جمعې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو حکومت اعلان وکړ، چي د هغوی د مرکزي نظامي قرارګاه، بګرام څخه د دوی او متحدینو ټولي قواوي وتلي دي. د امریکا حکومت همدارنګه ویلي، چي د هغوی ټولي قواوي به د راتلونکي اګست میاشتي تر پایه پوري د افغانستان څخه ووځي.

Konflikt in Afghanistan
انځور: Sanaullah Seiam/XinHua/dpa/picture alliance

ناظرین تشویش لري چي د خارجي قواوو تر وتلو وروسته به طالبان بیرته د قدرت اخیستلو کوښښ وکړي. هغوی د اونیو راهیسي د پرمختګ په حال کي دي. په ټول هیواد کي جنګونه او نښتي مخ پر ډيریدو دي.

د بلي خوا بیا د طالبانو او افغانستان د حکومت تر منځ د سولي په خبرو کي هم پرمختګ نه راځي. په دې وروستیو وختونو کي طالبانو د سختو عملیاتو په ترځ کي تقریبأ ټوله مهمي ولسوالۍ نیولي او ښارونه یې محاصره کړي دی.