1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزممنځنی ختیځ

پنټاګون: د القاعده د رهبرۍ غړی په سوریه کې ووژل شو

۱۴۰۰ آبان ۱, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت په سوریې کې د القاعده ترهګرې ډلې د یوه مهم غړي د وژل کیدو خبر ورکړی دی. دا د القاعده شبکې د رهبرۍ دویم کس دی چې نږدې د یوې میاشتې په موده کې په هدفمن ډول وژل کیږي.

https://p.dw.com/p/425hT
US-Riesen-Drohne "Global Hawk"
انځور: picture-alliance/dpa/Northrop Grumman

د امریکا متحده ایالاتو د پوځ د قوماندې عمومي مرکز ویاند د جمعې په ورځ وویل چې د القاعده شبکې د رهبرۍ غړی عبدالحمید المطر، د سوریې په شمال کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

د هغه په خبره په دې برید کې چې د سلوک ښار ته نږدې ترسره شوې دی، ملکي خلکو ته زیان نه دی اوښتی. 

د امریکایي پوځ ویاند وویل چې د المطر وژل کیدل د القاعده پر توانایۍ «د ټولې نړۍ په کچه د لا زیاتو بریدونو پر پلانولو او عملي کولو» تاثیر کوي.

نوموړي زیاته کړې ده چې دغه افراطي سازمان اوس هم «متحده ایالاتو او زمونږ متحدینو ته ګواښ» دی. د هغه په خبره القاعده د سوریې له خاورې څخه یو وار بیا په نورو هیوادونو کې د بریدونو د پلانولو او عملیاتو د ترسره کولو د پر شاتګ ساحې په توګه استفاده کوي.

د پنټاګون په حواله امریکا متحده ایالاتو مخکې تر دې د سپټمبر میاشتې په پای کې، د سوریې په شمال لویدیځ ادلیب سیمه کې د یوه هوایي برید په پایله کې د القاعده یو بل مشر وژلی و.

 پر عبدالحمید المطر د امریکا د بې پيلوټه الوتکې برید دوه ورځې وروسته له هغې صورت نیولی دی چې د سوریې په سویل کې یوه هوایي اډه چې د امریکا په مشرۍ د داعش ضد ائتلاف ترې استفاده کوي، د یوه برید په ترڅ کې په نښه شوې وه.

په ۲۰۱۱م کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې تر اوسه پورې په دغه هیواد کې شاوخوا ۵۰۰ زره کسان وژل شوي او تر شپږنیم میلیونه ډیرو انسانانو نورو هیوادونو ته پناه وړې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص