1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

PLO له اسرائيل سره امنیتي همکاري ختموي

afp, rtre۱۳۹۳ اسفند ۱۵, جمعه

د منځني ختیځ کړکېچن وضعیت نور هم خراب شوی دی. د فلسطین د آزادي بخښونکي سازمان مرکزي شوری له اسرائيل سره د امنیتي همکاریو د ختمولو پریکړه کړې ده. امریکا متحده ایالاتو د یوه نوي کړکیچ څخه خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1EmdW
انځور: ABBAS MOMANI/AFP/Getty Images

د خبري آژانسو د رپوټونو له مخې د فلسطین د آزادي غوښتونکو سازمان (PLO) مرکزي شورا پریکړه کړې ده «چې له اشغالگر قوت سره هر ډول امنیتي همکارۍ ختمي کړي.» ويل شوي دي چې په عین وخت کې مرکزي شورا پر اسرائیلو باند غږ کړی دی چې «د فلسطین په ټولو اشغال شوو سیمو، د اردن د سیند لوېدیځه غاړه، ختیځ بیت المقدس او غزې تراډه کې د ټول فلسطیني ولس» مسئولیت پر غاړه واخلي.

د فلسطین خپلواکمنه اداره باید دا پریکړه تائید کړي

دغه گام به د فلسطین د خپلواکمنې ادارې چې مشرتوب یې اوس محمود عباس کوي منحلیدو ته ورته یو اقدام وي، چې په ۱۹۹۴م کال کې د اوسلو تړون په پایله کې رامنځ ته شوې وه. په امنیتي همکارۍ کې د استخباراتي معلوماتو تبادله شامله ده چې د اسرائیلو له اړخه ورته د یوه مهم اصل په سترگه کتل کیږي، څو د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې د حماس تندلاری غورځنگ تر کنترول لاندي وساتل شي. خو د فلسطین د آزادۍ غوښتونکي سازمان پریکړه باید د فلسطین د خپلواکمني ادارې له خوا تائید شي.

د خپلواکمنې ادارې منحلیدل به په مستقیمه توگه ۴،۶ میلیونه فلسطینیان او د هغوی کلي او ښارونه په اسرائیلي ادارې پوري وتړي. د امریکا متحدو ایالاتو حکومت خبرداری ورکړی دی چې د خپلواکمني ادارې منحلول به د نوي کړکیچ د رامنځ ته کیدو سبب شي. امنیتي همکاري چې د پولو کنترول او د مسافرینو د عبور اجازه هم پکښې راځي، تر اوسه یوازي په ۲۰۰۰م کال کې د انتفاضا پر مهال د لنډي مودې له پاره درول شوې وه.

فلسطین د سونو میلیونو یورو کمښت لري

د فلسطين د آزادۍ غوښتونکي سازمان مرکزي شورا چې عباس يې هم غړی دی، د فلسطینیانو د پريکړي کولو ستر ارگان شمیرل کیږي. هغوی په دې پریکړي سره د اسرائیلو له خوا اقتصادي محاصرې ته غبرگون ښوولی دی.

له هغه وروسته چې د روان میلادي کال له پېل راهیسې د اسرائیل حکومت د فلسطین اړونده مالیاتي عایدات له خپل ځانه سره ساتلي دي، فلسطینیان د څو میلیونه یورو له کمښت سره مخامخ دي. اسرائیل په مالي محاصرې سره د فلسطین هغو اقداماتو ته غبرگون ښيي چې غواړي د منځني ختیځ کړکیچ نړیوالي صحنې ته راوباسي.

د فلسطين د آزادۍ غوښتونکي سازمان، یوه لوی غړي بارغوثي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د فلسطین خپلواکمنه اداره د مرکزي شورا پریکړي د تطبیقولو مکلفیت لري. د هغه په وینا دغه پریکړه «د اوسلو تړون د ختمیدو په معنی ده، چې اسرائیل له منځه وړې ده.»

بارغوثي زیاته کړې ده چې مرکزي شورا «یو نوی فصل» پرانیستی دی چې د امنیتي همکارۍ د ختمولو او د جزا نړیوالي محکمې ته د رجوع کولو تر څنگ د اسرائیلو بائیکاټ او د اسرائيلو له لوري د اشغال پر ضد د بندیزونو د وضع کولو کمپاین دی.

د امریکا له خوا خبرداری

په اسرائیل کې د رواني میاشتې پر ۱۷ نېټه نوی پارلمان ټاکل کیږي. د اوسني لومړي وزیر بينيامین نتنياهو محافظه پاله «لیکود» گوند ته د غوره گوند په سترگه کتل کیږي. د فلسطین د خپلواکمني ادارې مشر محمود عباس د فلسطين د آزادۍ غوښتونکي سازمان د مرکزي شورا د غونډي د پیلیدو پر مهال ویلي ول چې په اسرائيلو که به د ټاکنو له هر گټونکي گوند سره خبرې اتري وکړي.

د امریکا متحدو ایالاتو په منځگړيتوب د اسرائیلو او فلسطین تر منځ وروستۍ خبري اتري بې له کوې پایلي ختمي شوي وې. واشنگټن تر مخه لا خبرداری ورکړی دی چې د فلسطین د خپلواکمني ادارې منحلول به په مستقیمه توگه د نوی کړکیچ د پېل سبب شي.