1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

پاکستان کې پر پولیسو بریدونو مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۰ مرداد ۱۰, یکشنبه

پاکستاني پولیسو ویلي چې په خیبر پختونخوا ایالت کې د پولیو د واکسیناتورانو پر امنیت ساتونکو پولیسو برید شوی چې له کبله یې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوي دی. په دغه ایالات کې پر پولیسو بریدونه ډیر شوي دي.

https://p.dw.com/p/3yOQS
Pakistan Karachi Polio Impfung für Kinder
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa/S. Akber

پاکستاني پولیس وايي چې د دې هیواد په خیبر پختونخوا ایالت کې د پولیسو د واکسیناتورانو د امنیت ساتلو په موخه په ګمارل شویو پولیسو دوه جلا بریدونه شوې چې له کبله یې یې مرګ ژوبله رامنځته شوې ده. د پولیسو په خبره په پیښور ښار کې یو پولیس هغه مهال ووژل شو چې د پولیو واکسیناتورانو د امنیت تر ساتلو وروسته خپل کور ته پر موټرسایکل روان وو. د چارواکو په خبره نامعلومو کسانو پر دغه پولیسو ډزې کړي او هغه یې وژلی دی.

بل لوري ته په جنوبي وزیرستان کې هم د پولیسو پر موټر د سړک د غاړی مین چاودلې دی چې له کبله یې د چارواکو په خبره یو پولیس سرتیری ټپي شوی دی.

د سیمې د پولیسو د یوه افسر شوکت علي، په خبره دغه پیښه د جنوبي وزیرستان په لډا سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې د پولیو د واکسیناتورانو د امنیت ساتلو په موخه د ګمارل شوو پولیسو پر موټر ماین چاودنه وکړه.

د پاکستاني چارواکو په خبره، په دغو دواړو پیښو کې د پولیو واکسیناتورانو ته کوم زیان نه دی اوښتی او کومې ډلې هم تر اوسه پورې د دغو بریدونو مسوولیت نه دی منلی.

پاکستان دوه ورځې وړاندې د خیبر پختونخوا په ۱۸ ولسوالیو کې د پولیو ضد واکسین پیل کړی دی. اوسمهال افغانستان او پاکستان دوه هغه هیوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو مثبتې پیښې ثبتیږي. په دغو دواړو هیوادونو کې د پولیو د واکسین په هکله د خلکو غلط باورونه د دې ناروغۍ د واکسین د مخنیوی سبب ګرځیدلی دی او وخت نا وخت د دغه راز پیښو خبرونه ورکول کیږي.