1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

غني د کومو پاکستاني بنديانو د خوشې کولو فرمان صادر کړی؟

۱۳۹۹ آذر ۴, سه‌شنبه

ولسمشر محمد اشرف غني یو فرمان صادر کړی چې له مخې به یې د افغانستان په زندانونو کې بندي پاکستانيان له بنده آزاد کړل شي. په فرمان کې راغلي چې دغه اقدام د ښه نیت په موخه شوی او پاکستان یې هم هرکلی کړی دی.

https://p.dw.com/p/3lk9D
Aschraf Ghani
انځور: Reuters/M. Ismail

ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان په صادرولو سره د افغانستان په زندانونو کې د ډېرو پاکستاني زندانیانو د آزادولو امر کړی دی. په دې فرمان کې راغلي چې دغه اقدام یې له پاکستان سره د دوستانه اړیکو د غښتلي کولو او د ښه نیت په موخه کړی دی.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر منصور احمد خان د یوه ټویټری پیغام له لارې د ولسمشر غني دغه اقدام ستایلی دی او هغه یې یو ښه بشري ګام بللی دی.

خو د ملي امنیت پخواني مشر رحمت نبیل بیا پر ټویټر باندې د یاد فرمان د خپرولو ترڅنګ په دې برخه کې اندیښنه څرګنده کړې ده. نبیل په دغه پیغام کې لیکلي: «زه به حیران نه شم چې که چیرته یا کله غني د اسلم فاروقي په شمول سلګونه پاکستاني ترهګر له بنده آزاد کړي، داسې کسان چې زموږ سلګونه هیوادوال یې وژلي دي، څو آی اس آی خوشاله کړي.»

اسلم فاروقي چې اصلي نوم یې عبدالله بارکزی دی، په افغانستان کې د داعش ډلي پاکستانی مشر دی چې په افغانستان کې د یو لړ عملیاتو پرمهال ژوندی نیول شوی.

کوم پاکستانیان له بنده آزادیږي؟

د ولسمشر غني د فرمان له مخې هغه پاکستانیان به د افغانستان له بنده آزاد شي چې د بند موده یې یوه میاشت پاته وي، د دوی د بند پاتې موده عفوه کیږي.

سربیره پر دې هغه پاکستاني وګړي چې د بند موده یې بشپړه شوې وي او د مالي ستونزو له کبله نه شي کولی چې نغدي جریمه ادا کړي، د فرمان پر اساس دغه کسان هم له بنده آزادیږي.

د افغانستان د زندانونو ویاند فرهاد بایاني، له دویچه ویله سره په خبرو کې د ولسمشر له لوري د دغه فرمان صادرول تائید کړي دي. دا لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چې عفوه کیدونکي پاکستاني زندانیان په کومو جرمونو نیول شوي دي او یا دا چې په دوی کې په ترهګرۍ نیول شوي پاکستانیان هم شامل دي. د افغانستان د زندانونو ویاند په دې برخه کې د جزئیاتو له ورکړې ډډه وکړه.

د صادر شوي فرمان د سند له مخې ولسمشر غني دغه فرمان کابل ته د عمران خان تر سفر یوازې یوه ورځ وړاندي صادر کړی دی. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له یوه لوړپوړي پلاوي سره د تیري پنجشنبې په ورځ کابل ته سفر وکړ او له افغان چارواکو سره یې د افغانستان د سولې، سوداګرۍ او دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړي کولو په برخه کې خبرې کړي دي.

زموږ له آرشیف څخه: