1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان: افغانستان تاریخي دوه لارې ته رسیدلی

۱۴۰۰ شهریور ۲۵, پنجشنبه

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له سي ان ان تلویزوني شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې افغانستان یوې تاریخي دوه لارې ته رسیدلی دی. د هغه په خبره هیڅوک په دې هکله اټکل نه شوي کولی چې افغانستان به کوم لوري ته ولاړ شي.

https://p.dw.com/p/40OEQ
Pakistan Islamabad | Imran Khan, Premierminister
انځور: Saiyna Bashir/REUTERS

عمران خان په اسلام اباد کې د امریکایي تلویزوني شبکې سي ان ان، سره په یوه مرکه کې د پاکستان او متحده ایالاتو پر اړیکو، ترهګرۍ او د افغانستان پر اوسني وضعیت او راتلونکو اندیښنو په هکله خپل نظر څرګند کړ.

عمران خان په دغه مرکه کې د امریکا متحده ایالاتو او پاکستان د اړیکو په هکله وویل چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د امریکا د ملاتړ له کبله یې ډیر مالي او ځاني زیان ولید: «د سپتمبر د یوولسمو پېښو وروسته له امریکا سره د ملاتړ له کبله پاکستان زیاتې ستونزې وګاللې. د امریکا سره د ملاتړ له کبله پخواني مجاهدین چې بیا وروسته ترهګر وبلل شول، زموږ پر ضد شول او پښتانه زموږ پر ضد ودریدل. لومړۍ وزیره بې نظیر بهټو ووژل شوه.»

د عمران خان په خبره د امریکا له لوري په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو ۴۸۰ حملې وشوې.

«موږ عادي اړیکي غواړو»

د عمران خان په خبره امریکا متحده ایالات وایي چې دوی راسره مرسته کړې ده. هغوی نهه میلیارده غیر پوځي او ۱۱ میلیارده ډالر پوځي مرستې کړې دي، خو موږ یو ډول هایرډ ګن (کرایي عسکر) وو.

د عمران خان په خبره دوی غواړي چې له متحده ایالاتو سره د هند په څیر اړیکې ولري «داسې اړیکي نه چې موږ د هغوی له پاره جګړې کولو له پاره پېسې ترلاسه کړو. موږ عادي اړیکي غواړو.»

عمران خان په خپله مرکه کې دا هم وویل: «موږ په ۱۹۸۰یمه لسیزه کې د پخواني شوروي پر ضد د امریکا ملاتړ وکړ، موږ مجاهدین وروزل. په هغوی کې طالبان هم شامل ول او هغه مهال دا یو سپیڅلی کار تصور کیده.» د نوموړي په خبره  د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د یوولسمې د پيښې وروسته متحده ایالاتو دوی ته اړتیا درلوده «جورج بش، له پاکستان څخه د مرستې غوښتنه وکړه او هغه مهال یې ویلي وو چې پاکستان به یوازې نه پریږدي، پاکستان د متحده ایالاتو د جګړې برخه وګرځید. که چیرې زه هغه وخت لومړی وزیر وای، نو هیڅکله به مې داسې نه وای کړي.»

«بایډن مصروفه سړی دی»

کله چې د سي ان ان، خبریالې بیکي ایندرسن، له عمران خان څخه وپوښتل چې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د ځواکونو تر وتلو او د طالبانو له لوري د واک تر کنترولو وروسته د متحده ایالاتو ولسمشر له ده سره غږیدلی؟ عمران خان په ځواب کې وویل چې تر اوسه پورې یې له ده سره خبرې نه دي کړي. د هغه په خبره «جو بایډن یو مصروفه سړی دی.»

USA | Joe Biden
انځور: Adam Schultz/White House/ZUMA/picture alliance

کله چې ترې وپوښتل شول چې د بایډن له لوري ورته د تیلیفون نه کول، د طالبانو په ملاتړ سزا ورکول دي؟ عمران خان د دې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا باید له هغه [بایډن] څخه وپوښتل شي. د عمران خان په خپلو ټکو «تاسو له هغوی څخه وپوښتئ، چې دومره بوخت دی چې یو تلیفون هم نه شي کولی.»

افغانستان له باندې نه شي کنترولیدی

د عمران خان په خبره دا مهال افغانستان په یوه تاریخي دوه لاره کې قرار لري او هیڅوک دا پیشبیني نه شي کولی چې دا هیواد به کوم لوري ته ولاړ شي: «زموږ دعا دا چې ۴۰ کاله وروسته د سولې پر لار ولاړ شي او که چیرې طالبان ټول اړخونه له ځانه سره کړي او حکومت جوړ کړي نو دا ممکنیدای شي. خو که چیرې په دوهمه لاره ولاړ شي نو ډیر ستر بشري کړکیچ رامنځ ته کیدی شي او موږ په دې هکله اندیښمن یو.»

عمران خان په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان کله له باندې څخه نه شي کنترولیدای، په افغانستان کې هیڅکله ولس د یوه لاسپوڅی حکومت ملاتړ نه دی کړی نو له دې کبله د هغوی د کنترولو پر ځای باید پر مهمو مسایلو د هغوی ملاتړ وشي.

د افغان میرمنو حقوق

د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو د حقوقو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې عمران خان وویل چې هغه دا ګڼي چې دا فکر سم نه دی چې له باندې څخه څوک افغان میرمنو ته حقوق ورکولی شي.

Afghanistan Kabul | Demonstration gegen Pakistan
انځور: Hoshang Hashimi / AFP/Getty Images

کله چې له هغه وپوشتل شول چې ښځو ته د حقوقو د نه ورکولو له کبله به د طالبانو ملاتړ نه کوي، نو هغه وویل چې یوازې دا ویل غواړي چې ښځو ته له باندې څخه حقوق نه شي ورکول کیدی.

افغان مهاجر او د ترهګرۍ اندیښنه

په دغه مرکه کې هغه د افغان مهاجرو یادونه هم وکړه چې په خبره یې دا وخت تر ټولو ستره اندیښنه د مهاجر راتګ دی. د هغه په خبره په پاکستان کې لا دمخه درې میلیونه مهاجر شته او هیواد یې د نورو مهاجرو راتګ نه شي زغملی. د هغه په خبره بل خطر د ترهګری دی او دوی له بیلا بیلو خطرونو سره مخامخ دي. د پاکستان لومړي وزیر وویل چې لومړی خطر په افغانستان کې د موجود ترهګر ډلو څخه دی چې د افغانستان خاوره پر موږ د حملې له پاره کارولی شي چې پکې داعش، بلوڅ او پاکستاني طالبان شامل دي. د هغه په خبره که چیرې په افغانستان کې هرج مرج او ګډوډي وي نو موږ به له دغو دوو ستونزو سره مخامخ یو او تر ټولو زیات به پر موږ اغیز وي وکړي.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب