1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

پاکستان کې د طالب پلوو شعارونو او بيرغونو له کبله څیړنې

۱۴۰۰ تیر ۲۰, یکشنبه

پاکستاني پوليسو ویلي چې په پیښور ښار کې د يوه مذهبي مشر د ښخولو مراسمو کې د طالب پلوو شعارونو او د طالبانو د بيرغونو د رپولو له کبله يې پلټنې پيل کړې دي.

https://p.dw.com/p/3wKa3
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی.
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی. انځور: Getty Images/AFP/B. Khan

د دغې پېښې فلمونه هم اخيستل شوي دي. داسې اندېښنه شته چې په افغانسان کې د تاوتریخوالي او ګډوډۍ زياتېدل به پر ګاونډي پاکستان هم تاثير ولري. په دې ترڅ کې د يوه مذهبي مشر تدفين يا د ښخولو مراسم په پېښور کې تر سره شول. دغه ښار د خيبر پښتونخوا آيالت مرکز دی او افغانستان ته څېرمه پروت دی.

د ديني مشر مړی له يوې سرحدي سيمې څخه پېښور ښار ته يوړل شو چې ورپسې يوه ډله خلک سره راټول شول. د پېښور د پوليسو يوه چارواکي، ضيا الله د آلمان خبري اژانس ته ویلي دي چې «حقوقي دعوا يا مقدمه ثبت شوې او پوليس د غندنې وړ د دغې پېښې په هکله پلټنه کوي.»

د هغه په خبره تر اوسه په دې تړاو څوک نيول شوي نه دي. د ښخولو د مراسمو دغه ويډيو په انترنت کې ډېره لاس په لاس شوې ده. په هغې کې داسې کسان ليدل کيږي چې «د افغانستان د اسلامي امارت» يا طالبانو بيرغ له ځان سره لېږدوي او د هغوی په پلويتوب شعارونه ورکوي. د دغې پېښې د غندنې تر څنګ پوليسو پلټنې هم شروع کړې دي. دغه خبره البته څرګنده نه وه چې ښخ شوي مذهبي مشر له طالبانو سره څه تړاو درلود.