1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افراسیاب خټک: د ډیورنډ کرښې پر دواړو لورو بله جګړه تپل کیږي

۱۳۹۹ آبان ۲۵, یکشنبه

د پښتون ژغورنې غورځنګ په میرانشاه ښار کې یوه ستره ولسي غونده رابللي او په پاکستان کې یې د پښتنو د حقونو غوښتنې یو ځل بیا تازه کړې. دغه غورځنګ د ډیورنډ کرښې پر دواړو لورو د یوې بلې جګړې د تپلو خبرداری ورکړ.

https://p.dw.com/p/3lJox
Pakistan | Öffentliche Kundgebung der Bürgerrechtsgruppe PTM
انځور: S. Ejaz

د دغه غورځنګ غړي او پښتون سیاستوال افراسیاب خټک پر خپله ټویټر پاڼه د یادې غونډې د انځورونو په خپرولو سره ویلي چې «د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پر پرتو پښتنو یوه بله جګړه تپل کیږي.» نومړي په دې ټویټري پیغام کې له دغې نوې جګړې سره مخالفت څرګند کړی.


بل لوري ته د پښتون ژغورنې یو شمیر غړو پر ټویټر باندې لیکلي چې پاکستاني امنیتي ځواکونو له خیبر پښتونخوا او کویټې څخه میرانشاه ته پر لارو خنډونه جوړ کړي او په یاده غونډه کې د خلکو د ګډون مخنیوی کوي.

د معلوماتو له مخې په دې غونډه کې د پي ټي ام یا پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو غړو ترڅنګ افراسیاب خټک، د پاکستان د سنا غړی عثمان کاکړ او فرحت الله بابر هم ګډون کړی دی. په دې غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي او د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ هم ګډون کړی دی. داوړ د یوې ویډیو په خپرولو سره له پښتنو په دې غونډه کې د ګډون له کبله مننه کړې او ویلي یې دي چې دغه غونډه د ریاست له لوري د تیرو ترهګریزو پیښو په برخه کې د عدالت له پاره یوه ټولپوښتنه ده.


په پاکستاني رسنیو کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ غونډې ډیر انعکاس نه مومي او له همدې کبله دغه غورځنګ خپلې غونډې د خواله رسنیو له لارې خپروي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې د میرانشاه په غونډه کې له ۳۰ زرو ډیرو کسانو ګډون کړی دی. دغه غورځنګ په پاکستان کې د پښتنو د حقونو دفاع کوي او د پاکستان پر پوځ باندې انتقاد کوي چې د پښتنو په سیمو کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي. دغه غورځنګ د پاکستان له حکومته د زرګونو لادرکه پښتنو د آزادولو غوښتنه هم کوي.