1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين: د سوریې او عراق څخه جنګيالي افغانستان ته استول کيږي

۱۴۰۰ مهر ۲۲, پنجشنبه

د روسیې رئيس جمهور ولاديمير پوتين ويلي چې له عراق او سوریې څخه تجربه لرونکي جنګيالي په «فعاله توګه» افغانستان ته استول کيږي. روسیه له افغانستان څخه د منځنۍ آسيا هېوادونه ته د ناقراريو د لمن د غځيدو په اړه انديښنه لري.

https://p.dw.com/p/41f1u
Russland Moskau | Sitzung der Duma
انځور: Ramil Sitdikov/SNA/imago images

ولسمشر پوتین دا څرګندونې د چهار شنبې په ورځ د پخواني شوروي اتحاد د امنيتي ادارو د مشرانو سره د يوه ويديويي کنفرانس په ترڅ کې کړي. نوموړي زياته کړې: «د افغانستان وضيعت ساده نه دی.» هغه زياته کړه: «له عراق او سوریې څخه د جګړې تجربه لرونکي جنګيالي په فعاله توګه هلته [افغانستان] ته استول کيږي.»

پوتين وويل: «امکان لري چې ترهګر د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بې ثباته کولو هڅه هم وکړه.»

نوموړي رئيس جمهور په څو ځلي په دې اړه خبرداری ورکړی دی چې کيدای شي ترهګرې ډلې په افغانستان کې له سياسي ناقراريو ګټه پورته کړي او د مهاجرو په توګه د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونو ته داخل شي.

په داسې حال کې د روسیې حکومت په کابل کې د طالبانو د مشرتابه په اړه په محتاط ډول خوشبيني څرګنده کړې ده، خو کريملن بيا هم مرکزي آسيا ته چېرته چې د دغه هېواد پوځي اډې پرتې دي، د بې ثباتۍ د لمنې دغځيدو په اړه انديښمن دی.

روسیې په دې وروستيو کې له تاجيکستان سره چېرته چې پوځي اډې لري او همدا راز له ازبکستان سره ګډې پوځي مانورې ترسره کړې. دواړه هېوادونه له افغانستان سره ګډ سرحدي لري.

Syrien IS Kämpfer in Raqqa
انځور: picture-alliance/AP Photo

د تاجيکستان د ملي امنيت مشر سامومين تايتموف په دې ويديو کنفرانس کې وویل چې له افغانستان څخه په دې وروستيو کې هېواد ته د «مخدره موادو، وسلو او تجهیزات» د قاچاق هڅو «زور» اخيستی دی.

په دې منځ کې د چهار شنبې په ورځ د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون او د تاجيکستان ولسمشر اما علي رحمان په پاريس سره ليدلي دي او د مرکزي آسيا په هېوادونو کې یې پر ثبات ټینګار کړی دی.

که څه هم چې طالبانو ويلي چې دوی به د مرکزي آسيا هېوادونه ته ګواښ نه پيښوي خو د پخواني شوروي اتحاد جمهوريتونه په څو ځلي د افغان اسلامپالو د متحدينو له خوا د بريدونو هدف ګرځيدلي دي.

تېره اونۍ د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي چې روسیه به طالبان په مسکو کې د افغانستان له پاره په نظر کې نيول شوي کنفرانس کې د ګډون په موخه دعوت کړي.

ب. ص/ ګ. پ (Reuters)