1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قطر په هوايي ډګر کې د ښځو ځورولو له کبله بخښنه غوښتې

۱۳۹۹ آبان ۷, چهارشنبه

د قطر حکومت د دوحې په هوايي ډګر کې د يوه نوي زيږيدلي ماشوم تر موندنې وروسته د ځينو مسافرو ښځو چې زياتره یې د استراليا وې، په زور د معاينه کيدو له کبله بخښنه غوښتې ده. چارواکو غوښتل د دغه نوي زيږيدلي ماشوم مور وموندي.

https://p.dw.com/p/3kXGE
Katar Flughafen Doha
انځور: AFP/Getty Images

د استرليا له خوا د دې پېښې تر غندنې او سخت فشار وروسته، د قطر حکومت د چهار شنبې په ورځ وويل چې د اکتوبر پر دويمه نیټه سدني ته د قطر هوايي شرکت د يوې الوتکې تر پرواز دمخه له ښځو سره د ناوړه چلن په هکله یې پلټنې پیل کړي دي.

خو د قطر حکومت په دې اړه په سملاسي توګه معلومات ور نه کړل چې ولې چارواکو د ښځو د نسايي معاينانو د ترسره کولو پريکړه کړې وه. د بشري حقونو فعال دا ډول تر فشار لاندې او په زور ترسره شوي معاينات د جنسي تيري سره مترادف بولي.

د عربي نيمه ټاپو دا کوچنی هيواد د لويدیځ او ختیځ ترمنځ د سفرونو له پاره يو مهم مرکز دی او دغه هېواد به په ۲۰۲۲م کال کې د فوټبال نړيوال جام کوربتوب هم وکړي.

قطر له همدې کبله د خپل حيثيت د ښه کولو هڅه کوي، خو په ماضي کې هم دا هيواد له مزدور کارکوونکو سره د ناوړه چلن له کبله تر نيوکو لاندې راغلی دی.

په قطر کې هم د منځني ختیځ د ډيرو هيوادونو په څیر مخکې له واده ماشوم زيږول جرم دی. په ماضي کې هم هلته ميشتو مهاجرو کارکوونکو خپله ميندواري پټوله او يا د ماشوم د زيږون له پاره نورو هيوادونو ته سفر کوي. ځيني یې بيا خپل ماشومان يوځای پريږدي، څو له جزا څخه ځان وساتلی شي.

د قطر حکومت د ارتباطاتو دفتر د چهار شنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې ويلي دي چې چارواکو په هوايي ډګر کې «تر کثافاتو لاندې په يوه پلاستکي کڅوړه کې يو ماشوم موندلی وو.»

په اعلاميه کې زياته شوې چې دا يوه «ژوند ګواښوونکې پېښه او له قانون څخه سخته سرغړونه ده.» زياته شوې چې چارواکو بیا د الوتکو په ګډون په هغه ساحه کې د ماشوم په مور پسې لټه پيل کړه چې ماشوم پکې موندل شوی وو.

په اعلاميه کې همدا راز راغلي: «په داسې حال کې د ژر پر لارې اچول شويو تحقيقاتو موخه د دې ناوړه جرم د عامل د تېښتې مخنوی وو، د قطر حکومت د دې ګام له لارې د رامنځته شوي هر ډول مشکل او د سفر کوونکو د شخصي آزادۍ پر نقضيدو پښيماني څرګندوي.»

د قطر له خوا ويل شوي چې د دې پلټنو نتايج به له نړيوالو سره شريک کړي.

د استرليا حکومت د سه شنبې په ورځ د خپل اتباعو د جبری پلټنو په اړه سخته خواشيني څرګنده کړې وه او دا کار یې غير مناسب بللی وو. د استرليا فدرالي پوليس هم دغه موضوع پلټي.

د استرليا د «سيون ستار نيټ ورک» د رپوټ په حواله له الوتکې کښته کړل شوې مسافرې د سړک پر غاړه په ولاړ امبولانس کې معاينه شوې وې. د الوتکې يوه مسافر ويلي ول چې له الوتکې د هر سن ښځې د پلټنو له پاره بيول شوې وې او وروسته ورته هيڅ ډول معلومات او يا توضيحات نه وو ور کړل شوي.

(AG) ب.ص/ن.ز