1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امريکا مو ترمنځ د اختلافاتو رامنځته کولو هڅه کوي»

۱۴۰۰ دی ۲۰, دوشنبه

ايران او طالبانو د خپلې سيمې په اړه د امريکا متحده ايالاتو پر تګلاره نيوکه وکړه. دواړو غاړو په عين وخت کې دا رپوټونه هم رد کړي دي چې ګويا په ايران کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارل شوی دی.

https://p.dw.com/p/45Kvj
Afghanistan Kabul | Mawlawi Amir Khan Muttaqi, Außenminister Übergangsregierung
انځور: Bilal Guler/Anadolu Agency/picture alliance

د يکشنبې په ورځ په تهران کې د طالبانو د بهرنيو چارو د وزیر په مشرتوب له يوه پلاوي سره تر ليدنې کتنې وروسته د ايران د بهرنیو چارو وزير حسين امير عبداللهيان په سيمه کې د امريکا د سياست په اړه وويل: «د امريکا له سياسي تګلارو څخه یې یوه دا ده چې د افغانستان او د ګاونډيو هيوادونو ترمنځ یې اختلافات رامنځته کړي.»

د تسنيم خبري آژانس په حواله امير عبداللهيان هوډ څرګند کړ چې واشنګټن به په خپله دې هڅه کې بريالی نه شي او پر امريکا یې غږ وکړ چې په افغانستان کې د خپلې تېرې شلن کلنې تګلارې څخه زده کړه وکړي.

د طالبانو د بهرنيو چازو وزير امیر خان متقي په حواله امريکا په داسې حال کې چې آن له افغانستان څخه يې خپل ځواکونه ايستلي دي، پر دغه هيواد د سياسي او اقتصادي فشار د واردولو هڅه کوي.

د طالبانو یو لوړ پوړی پلاوی ایران ته تللی

متقي د يوه مثال په وړاندې کولو سره د امريکا له خوا لګول شويو بندیزونو ته اشاره وکړه چې د هغه په خبره یې د هيواد ۸۰ سلنه نفوس له بې وزلۍ سره مخ کړی دی.

په تهران کې د دې وزيرانو د ليدنې کتنې پر مهال د «عصر ایران» خبري انترنت پاڼې له خوا خپاره شوي يوه رپوټ ډېر پام ځانته جلب کړ.

په دې رپوټ کې ويل شوي ول چې ايران چمتو دی په پلازمېنه تهران کې افغان سفارت طالبانو ته وسپاري. ويل شوي ول چې پخوانی سفير خارج ته تښتیدلی دی.

خو دا رپوټ دواړو غاړو رد کړ. په تهران کې څارونکي مګر په دې نظر دي چې دا احتمال لري چې طالبان دې په ګاونډيو هيوادونو کې سفارتونه په خپل کنترول کې واخلي.

ايران له طالبانو سره د چلن په برخه کې چې د تېر مېلادي کال په اګست مياشت کې یې کابل ونيو، ويشل شوی دی. په تهران کې ځيني سياسي شخصيتونه په دې باور دي چې طالبانو تغير کړی دی. نور یې بيا وايي چې وروستيو پرمختګونو دا ادعا ناسمه ثابته کړې ده. پر دې سربيره په مذهبي لحاظ شعيه مذهبه هيواد ايران د سني تندلارو طالبانو دښمن ګڼل کيږي.

ب. ص/ ن. ز (DPA)