1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي اتحاديه غواړي د امامانو په روزنه کې نقش ولوبوي

۱۳۹۹ آبان ۲۰, سه‌شنبه

د اروپایي اتحادیي شورا اراده لري چې په راتلونکي کې د ملا امامانو د زده کړې په برخه کې مهم نقش ولوبوي. اساسي هدف دا دی چې د دوی وعظ په مسلمانانو کې د «کرکې ایډیالوژۍ» د خپریدو سبب نه شي.

https://p.dw.com/p/3l6f9
Schweden Mosche
انځور: Hansson Krister/Aftonbladet/TT/imago images

د اروپایي اتحادیي د شورا مشر شارل میشل ویلي دي چې دغه اتحادیه غواړي چې په راتلونکي کې په اروپا کې د ملا امامانو د زده کړې په برخه کې مهم نقش ولري.

نوموړي وویل چې د اسلامي الهیاتو یو اروپایي انستیتوت کولی شي په دې برخه کې مرسته وکړي او «د زغم او آزاد فکر[د مخالف نظر پر وړاندې] پيغام ته د اروپا په کچه پراختیا ورکړي.»

نوموړي په خپل تویتر کې لیکلي دي: «مونږ باید ډير ژر د کرکې د ایډیالوژۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې په اروپا کې د امامانو له پاره یو انستیتوت جوړ کړو.»

دغه اروپايي چارواکي د اتریش پلازمېنې ویانا ته سفر وکړ، څو هلته د تیرې اونۍ د پيښې چې د اسلامي افراطیت د انګیزې له مخې رامنځته شوې وه له قربانیانو سره وويني او خپله غمرازي ورسره څرګنده کړي. په دې برید کې یوه ۲۱ کلن ځوان مخکې تر دې چې د پولیسو له خوا وويشتل شو څلور تنه په ډزو ووژل. د «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې د دې برید مسئولیت په غاړه واخیست.

مخکې تر دې یو شکمن افراطي مسلمان د فرانسې په نیس ښار کې په یوه کلیسا کې درې تنه په چاقو ووژل. همدارنګه یو بل تن افراطي په فرانسه کې د تاریخ د یوه ښوونکي سر پری کړ چې په اروپا کې د ډیرې غوسې او اندیښنې رامنځته کیدو سبب شو.

دغه ښوونکی د اسلام د پيغمبر کاریکاتور زده کونکو ته د بیان د آزادۍ د یوې بیلګې په توګه ښکاره کړی وو.

میشل وویل: «موږ ترهګریز ګواښونه د خپلو ارزښتونو له پاره یو جدي خطر بولو، هغه ارزښتونه چې د اروپا د رامنځته کولو پروژې اساس تشکیلوي.»

نوموړي زده کړه چې اروپایي اتحادیه باید د دیني افراطیت د مخنيوي په خاطر «قاطع» اوسي. د هغه په خبره قانون باید په هر ځای کې پر دیني احکامو لومړيتوب ولري.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص