1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوبل بدیله جایزه سږ کال چا ته ورکول کیږي؟

۱۴۰۲ مهر ۶, پنجشنبه

د «اس او اس مديترانې» په نوم اروپايي مرستندويه ټولنې ته په مديترانې سمندرګي کې د ژوند ژغورونکو بشري ماموريتونو له کبله د «رايت لایف لي هوډ» يا «غوره ژوندانه» جایزه ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/4WugY
Italien | Rettungsschiff SOS Mediterranee Ocean Viking
انځور: Salvatore Laporta//KONTROLAB/IPA/picture alliance

هر کال اروپا ته پر لاره د مديترانې په سمندرګي کې په زرونو کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي. د ملګرو ملتونو د مهاجرو د مرستې ادارې د اټکلونو پر اساس يوازې په ۲۰۲۲م کال کې تر ۲۴۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي -  په دې اړه  کره معلومات په لاس کې نشته.

بې له «اس او اس مديترانې» د ټولګټې ټولنې به دا شميرې نورې هم لوړې وای. د دغه سازمان د خپلو معلوماتو په حواله د فعاليت تر پېلولو راهېسې یې تر ۳۶۰۰۰ ډېر کسان په سمندر کې ژغورلي دي.

سمندري ژغورونکي بشري بحران ته پاملرنه اړوي

نن، پنجشنبه (د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر ۲۸ نېټه) به دا مرستندويه ټولنه د « Right Livelihood» يا «غوره ژوندانه» په جایزه ونازوله شي چې د «نوبل بديله جایزه» هم ورته ويل کیږي.

په کال کې يو ځل د دې جایزې تر شا ولاړه موسسه هغه شخصيتونه او سازمانونه ستايي او درناوی یې کوي چې د سولې، پایدارې او يوې باعدالته نړۍ له پاره هلې ځلې کوي.

دې موسسې ټینګار کړی دی چې د «اس او اس مدیترانې» ټولنه نه يوازې ژوند ژغورونکې ده بلکې تل د عموميت او اروپايي بنسټونو پام په مديترانې سمندرګی کې بشري بحران ته را ګرځوي.

د ۲۰۱۴م کال په اکتوبر میاشت کې د ايتالیا د « Mare Nostrum» په نوم سمندري ماموريت چې په مديترانه کې به یې کډوال ژغورل، فعاليت پای ته ورسيد.

تر دې وروسته د اروپايي ټولنې له خوا همغږي شويو ماموريتونو دا دنده لرله چې د قاچاق کوونکو مخه ونيسي او نه دا چې انسانان وژغوري.

د «Mare Nostrum» ماموريت پای ته رسيدو وروسته «اس او اس مدیترانې» ټولنې غوښتل په هغه کار لاس پورې کړی چې دولتي مرجعو نور نه کاوه: يعني په سمندر کې د ژغورنې مکلیف پر ځای کول.

د ژغورل شويو غږ بايد ورک نه شي

په ۲۰۱۵م کال کې آلماني کپتان کلاوس فوګل او فرانسوۍ انسان شناسې صوفي بياو يو نوښت پېل کړ. دا يوه اروپايي پروژه وګڼل شوه او له فرانسې، ايټالیې، آلمان او سویس څخه انسانان پکې سره راټول شول.

دا ټولنه ځان «په مديترانې سمندرګې کې د ژغورنې د اروپايي بشري سازمان» بولي. د « Ocean Viking» کښتۍ له ۲۰۱۹م کال راهېسې د دې سازمان له خوا په مديترانه سمندرګي کې فعاليت کوي.

د دې ټولنې آلمانی څانګه ترې په ۲۰۲۲م کال کې جلا شوه او اوس د « SOS Humanity» په چوکاټ د «هيومنټي يو» په نوم خپله کښتۍ لري.

د ښځو د حقونو او چاپیريال ساتنې په برخه کې د نوبل بديله جایزه

سږ کال د ګانا يوه ډاکتره اونيس بروکمن – اميسا ته د ښځو د حقونو له پاره د فعاليت له کبله او همد اراز له کينیا څخه د چاپيريال ساتنې فعالې فيلېس اومیدو او د کمبودیا د طبيعت د ساتنې يوه سازمان ته د اقليم او چاپيريال ساتنې په برخه کېد دوی د هلو ځلو له کبله د نوبل بديله جایزه ورکول کیږي.

آ./ب.ص./ا.ا.