1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

په کویټه او باجوړ کې چاودنو مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۰ آبان ۲۲, شنبه

پاکستاني چارواکي وايي چې د باجوړ سیمې د راغان د اوبو بند په ساحه کې د سړک غاړې په یوه چاودنه کې لږ تر لږه د پولیسو دوه سرتیري وژل شوي دي. په کویټه کې بیا بلې چاودنې هم څلور تنه ټپیان کړي دي.

https://p.dw.com/p/42xVw
Pakistan Militärangriff in Karachi
انځور: Fareed Khan/AP Photo/picture alliance

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د نومبر میاشتې پر ۱۳مه) پاکستاني چارواکو وویل چې د باجوړ د راغان د اوبو بند په سیمه کې پر پولیسو د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې له کبله یې دوه تنه پولیس سرتیري وژل شوي دي. د باجوړ د پولیسو مشر عبدالصمد خان د یادې پیښې په هکله وویل چې د پولیسو دغه دوه تنه افسران د راغان د اوبو بند په سیمه کې پر امنیتي دنده موظف وو چې د نامعلومو کسانو له لوري ورباندې د سړک غاړې بم چاودنه شوې ده. د دغه پولیس چارواکي په خبره، په پیښه کې د پولیسو دواړه افسران وژل شوي او دا چې د یادې پیښې په تړاو یې پلټنې پیل کړي دي.

تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی نه دی. د پاکستان د خیبرپښتونخوا په باجوړ او نورو سیمو کې د پاکستاني طالبانو ډله فعاله ده او وخت ناوخت پر پاکستاني امنیتي اهدافو بریدونه کوي. دغه سیمه تر ډیره پورې د ټي ټي پي یا پاکستاني طالبانو یو له مهمو پټنځایونو شمیر کیده خو د پاکستان د پوځ له لوري د پوځي عملیاتو په نتیجه کې دغه سیمه د پاکستاني طالبانو له حضوره پاکه شوه.

Pakistan Anschlag in Karachi
انځور: Asif Hassan/AFP/Getty Images

په افغانستان کې د طالبانو تر واک ته رسیدو وروسته، پاکستاني طالبان هم پیاوړي شوي دي او په دې وروستیو کې یې په پاکستان کې خپلو بریدونو ته شدت ورکړی دی. بل لوري ته دغه ترهګره ډله په دې وروستیو کې له پاکستان سره پر خبرو بوخته وه او د ځینو راپورونو په اساس د پاکستان حکومت او د پاکستاني طالبانو ترمنځ پر یوه میاشتیني اوربند هم توافق شوی دی.

د پاکستان په کویټه ښار کې هم پر پاکستاني امنیتي سرتیرو د برید خبر ورکړل شوی دی. همدا نن د شنبې په ورځ د کویټې ښار په یوه مارکیټ کې په یوه موټر سایکل کې په لاس جوړ شوي یوه ماین چاودنه کړې چې له کبله یې لږ تر لږه پنځه تنه ټپیان شوي دي.

د دې سیمې د پولیسو یوه چارواکي عصمت الله د یادې پیښې په هکله وویل چې په ټپي شویو کسانو کې یوه نجلۍ او د پولیسو یو افسر هم شامل دي. د دغه پولیس چارواکي په خبره، په پیښه کې د ټپي شوې کوچنۍ نجلې روغتیايي وضعیت ترينګلی دی او دا چې د مور وضعیت یې ښه دی. تر اوسه پورې د دغه برید مسئولیت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.