1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملي امنيت هغه ډله نيولې چې د امریکا سفير د وژلو پلان یې لرود

۱۳۹۹ دی ۲۳, سه‌شنبه

افغان چارواکي وايي چې د داعش ډلې يو پلان چې غوښتل يې په کابل کې د امریکا لوړپوړي استازي په نخښه کړي، شنډ کړی دی. چارواکي په داسې حال کې د دغو افرادو له نيولو خبر ورکوي چې په افغانستان کې هدفي وژنو زور اخيستی دی.

https://p.dw.com/p/3npGV
Türkei US-Botschafter Ross Wilson ARCHIV 2008
په کابل کې د امریکا متحده ايالاتو شارژدافر، روس ويلسن - د آرشيف انځورانځور: Getty Images/AFP/B. Ozbilici

د فرانسې خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان د ملي امنيت اداره وايي چې په ننګرهار ولایت کې يې د داعش ډلې يوه څلور کسيزه ډله نيولې ده چې په کابل کې يې د امریکايي چارواکي، روس ويلسن او نورو افغان چارواکو د وژلو پلان درولود.

په کابل کې امريکايي چارواکي، ویلسن، د وروستيو مياشتو په جریان کې په پلازمېنه او د افغانستان په نورو برخو کې د خبريالانو، مدني فعالانو او سیاسي څيرو په ګډون د افغانانو د وژنو او ترور یوه نوې لړۍ په کلکه غندلې ده.

ملي امنيت ادارې په يوې اعلاميه کې ويلي دي: «د دغې ډلې مهم او اکمالاتي غړي عبدالوحيد، پلان درلود چې په افغانستان کې د امریکا متحده ايالاتو سفير او ځینې لوړ رتبه افغان چارواکي په نخښه کړي.»

په اعلامیه کې زياته شوې چې «د هغوی پلان د هغوی په نیولو سره شنډ کړای شو.»

ياد آژانس لیکلي دي چې ملي امنيت په دې اړه ډير معلومات نه دي ورکړي او په کابل کې د امریکا سفارت هم په دې اړه نظر نه دی ورکړی.

په وروستيو میاشتو کې د پيژندل شوو افغان څيرو د هدفي وژنو ترڅنګ په افغانستان کې د وژونکو تاوتریخوالو کچه لوړه شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې هاخوا په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو تر منځ د سولې دوهم دور مذاکرات پيل شوي دي.

افغان چارواکو نن په مزارشريف ښار کې هم د افغان ملي پوځ د درو ښځينه افسرانو د وژل کيدو او د يوې بلې افسرې او د هغوی د موټر چلونکي د ټپي کيدو خبر ورکړ.

په بلخ کې د شاهين قول اردو وياند، حنيف رضايي وايي چې په موټرسيکل سپرو دوو وسله والو کسانو د دغو ښځينه افسرانو پر حامل موټر ډزې وکړي چې دوې افسرانې يې د پيښې په ځای کې ووژل شوې او يوې بلې په روغتون کې سا ورکړه. د دغې پيښې مسؤليت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخستي.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.