1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

روسي توغندي په اوکراين کې ۷ کسه ووژل

۱۴۰۲ مرداد ۲۸, شنبه

د اوکراين په شمال کې د يو روسي توغندي د لګېدلو له کبله ۷ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل شوي دي. ولسمشر زيلنسکي و سوېډن ته په سفر دی.

https://p.dw.com/p/4VM1k
Ukraine | Russischer Raketenangriff auf Tschernihiw
انځور: VALENTYN OGIRENKO/REUTERS

په داسي حال کې چې د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي د ناټو راتلونکي غړي هيواد سوېډن ته په سفر دی، د اوکراين په شمال کې يو روسي توغندي مرګژوبله رامنځته کړې ده. توغندی د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د اګست ۱۹نېټه) د اوکراين چيرنيخيف ښار په مرکز کې لګېدلی دی. د فرانس پرس خبري آژانس د خبر له مخې په دغه بريد کې ۷ کسان وژل شوي او ۱۱۰ نور ژوبل شوي دي.

د جېرنيخيف برحال ښاروال، اوليکساندر لوماکو پر تليګرام په خپره شوې اعلاميه کې ويلي دي چې د سهار په ۳:۲۵ بجو د دغه ښار پر مرکز «ترهګر بريد وشو چې پکښي ۱۱۷ تنه ژوبل او ۷ نور ووژل شول.» د ښاروال په وينا په وژل شوو کې يوه شپږ کلنه ماشومه هم شامله ده. هغه زیاته کړې چې په ژوبل شوو کې ۱۲ ماشومان هم شامل دي. زيلنسکي دغه بريد غندلی دی. ويل کيږي چې توغندي د سينما او پوهنتون ودانيو ته زيان رسولی دی.

په عيني حال کې زيلنسکي و سوېډن ته رسېدلی دی. پر اوکراين دروسيې د بريد راهيسي دا لومړی ځل دی چې د اوکراين ولسمشر و سوېډن ته سفر کوي. د سوېډن حکومت ويلي دي چې زيلنسکي به د لومړي وزير په دفتر کې د سوېډني چارواکو سره ليدنې ولري. زیاته شوې چې هغه به د سوېډن د پاچا شپاړسم کارل ګوستاف او ملکې زيلويا سره د هغوی په ماڼۍ کې هم ملاقات وکړي.

پر اوکراين د روسيې د بريد وروسته سوېډن په نظامي برخه کې خپله بېطرفي ختمه کړه او په ناټو کې يې د غړيتوب غوښتنه کړېده. دغه هيواد تر اوسه پورې و اوکراين ته د خپلو معلوماتو له مخې د ۱،۷ ملياردو يورو په ارزښت د تجهيزاتو مرسته رسولې ده.

آ./ا.ا./ن.ص.