1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپایي پارلمان غړو له خوا د سعودي د ښځینه فعالانو ملاتړ

۱۴۰۰ آذر ۹, سه‌شنبه

تر سلو ډیرو اروپايي قانون جوړونکو د سعودي د بشري حقونو له ښځینه فعالانو سره کیدونکی ظلم او تیری غندلی دی. د دوی په وینا له بند څخه تر آزاديدو وروسته هم دغه فعالانې له بندیزونو سره مخامخې وي.

https://p.dw.com/p/43fFj
Frankreich Ensaf Haidar Badawi und Martin Schulz beim EU-Parlament
انځور: Getty Images/AFP/P. Herzog

د اروپايي پارلمان غړو د دوشنبې په ورځ (د نومبر ۲۹ نیټه) د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت په سعودي عربستان کې د بشري حقونو په برخه کې د مبارزه کوونکو ښځو سره خپل پيوستون څرګند کړ.

په دې لړ کې د اروپایي پارلمان تر ۱۲۰ ډیرو غړو یو لیک لاسلیک کړ. په لاسلیک کوونکو کې ۸ تنه یې د آلمان په مختلفو سیاسي ګوندونو پورې اړه لري.

په دې لیک کې، له سعودي چارواکو څخه غوښتل شوي دي: «هغه ټولې ښځې دې په غیر مشروط او عاجل ډول آزادې کړای شي، چې د بشري حقونو په برخه کې د فعالیتونو له امله په نښه کړای شوي دي»

په دې لیک کې پر دې خبرې خوښي څرګنده شوې ده چې هغه ښځینه فعالانې چې په ۲۰۱۸ نیول شوې وې «له پرله پسې فشار وروسته خوشې کړای شوي» او اوس هغوې له زندانونو دباندې دي.

په دې ډله کې د ښځو د حقونو له پاره مخکښې فعالانې سمر بندوي، نسیمه الساده او لجین الهذول شاملې دي.

خو د اروپایي پارلمان غړو د دې خبرې په سختو ټکو غندنه کړې ده چې دغه میرمنې له بند څخه تر خلاصیدو وروسته هم له سختو بندیزونو سره مخامخ دي او دوی اوس هم له خپلو بنسټیزو حقونو څخه محرومې دي.

په دغه لیک کې راغلي دي: «له دې اقداماتو سره د دوی له اساسي حقونو څخه لا زیاته سرغړونه کیږي. په دې کې آزادانه تګ راتګ، د اړیکو ټینګول او همدارنګه د خپل نظر څرګندولو آزادي هم شامله ده او له همدې امله له بند څخه تر خلاصیدو وروسته هم دغه فعالانې د یوه نوي ژوند پيلولو په مهم پړاو کې یو له بله جلا کیږي.»

د سعودي عربستان مشهوره ښځینه فعاله لجین الهذول تر آزادیدو دری کاله وروسته هم له محدودیتونو ترڅنګ پنځه کاله د سفر کولو له بندیز سره مخامخه ده.

نوموړې په سعودي عربستان کې د ښځو پر موټر چلونې له بندیز څخه د سرغړونې او د دغه هیواد د نارينه وو له خوا پر ښځو د حکم چلولو نظام پر ضد غږ پورته کولو له امله مشهوره ده. 

په سعودي کې اصلاحات ناکافي دي

اروپايي قانون جوړونکو  پر دې خبرې هم اعتراف کړی دی چې سعودي چارواکو د ښځو پر ورځني ژوند لګول شویو ډیرو بندیزونو کې د ځینو په لیري کولو بریالي شوي دي.

په ۲۰۱۸ م کال کې د سعودي ښځو د موټر چلولو او لایسنس ترلاسه کولو حق ترلاسه کړ. یو کال وروسته یې بیا بالغه ښځو ته د پاسپورت ترلاسه کولو او د کوم سړي (سرپرست) پرته د سفر کولو اجازه هم ورکړل شوه.

خو د ځینو دغه اصلاحاتو سربیره، د اروپایي پارلمان غړو د دغه هیواد د جابرانه نظام غندنه کړې ده او ویلی یي دي چې دغه نظام په پرله پسې ډول ښځو ته زیان رسوي.

د اروپايي پارلمان غړو په خپل لیک کې لیکلي دي: «دا یو پر ځای خو ناکافي اقدام دی. د سړو په حاکمیت کې نظام ترڅنګ د نافرمانۍ اړوند نور قوانین د ښځو د ژوند ټول اړخونه په منفې توګه اغیزمن کوي.»

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص